په کندهار کې د ښوونځي یو ښوونکی د لوږې له امله نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سپین ږیري عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی دی. خو د هغه زوی په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې او ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.  […]

Continue Reading

ایا د افغانستان صادرات یوازې په دوو ورځو کې تر یو ملیارد ډالرو اوښتی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیز له قوله ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په دوو ورځو کې له یوه ملیارد ډالرو څخه اوښتی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د صادراتو کچه په دوو ورځو کې تر دې اندازې پورې نه […]

Continue Reading

د هغه سړی انځور چې د ځان وژنې هڅه یې کړې وه داسې خپور شوی چې ګواکې طالبان یو هزاره کس اعداموي

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط راهیسې د طالبانو د ظلم او شکنجې یو شمېر وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.  په دې لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه هم په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې […]

Continue Reading

داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې نه دی نیول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ځوان عکس خپور شوی دی او ادعا شوې چې ګواکې داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې په جلال آباد کې نیول شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا کس په جلال آباد کې پخوا نیول شوی وو او دا پېښه په دې وروستیو کې نه ده […]

Continue Reading

دا چورلکه د افغانستان په نیمروز ولایت کې نه ده را غورځېدلې

په ټولنیزو رسنیو کې د چورلکې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې په کمال خان بند کې را غورځېدلې چې له امله یې پیلوټ هم وژل شوی دی. تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: Facebook  Archive په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: «پرون ورځ نیمروز کې د پوځې طبیقاتو ترسره کولو کې […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان په وزیرستان کې ځانمرګی برید نه دی شوی

په ټولنيزو رسنیو کې د فېسبوک يو پوسټ خپور شوی چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په وزيرستان سيمه کې يوه ځانمرګي بريد څلور پاکستاني پوليس وژلي دي. تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ: Facebook  Archive په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي:  « ځانمرګی برید ۵ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې». راځئ […]

Continue Reading

پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندې د بم چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د موټر انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلي کرزي باندې د بم برید شوی دی او ګواکې هغه ټپي دی. زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې پر حامد کرزي باندې کوم برید نه دی شوی او د […]

Continue Reading

ایا امریکا افغانستان ته بیاځلې خپل سرتیري لیږي؟

 د فېسبوک په یوه پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې افغانستان ته د ۲ زره امریکایي سرتیرو د راتګ تړون لاسلیک شوی دی. دا فېسبوک پوسټ څو ځله شریک شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې داسې کوم تړون نه دی لاسلیک شوی او نه هم امریکا پرېکړه کړې تر څو افغانستان ته سرتیري ولیږي.  […]

Continue Reading

ایا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ موټر په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر ماین الوزول شوی دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پوځ اړوند د موټر یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا موټر د پاکستان تحریک طالبانو له خوا په شمالي وزیرستان کې په بم الوزول شوی او ټول پوځیان یې وژل شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې د پوځ اړوند د موټر دا […]

Continue Reading

راشد خان له افغانستان بانک سره د ۲ سوه زره ډالرو د مرستې خبره نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کرېکټ ستوری راشد خان د مرکې یو انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې نوموړي د امریکا غږ تلویزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان بانک سره د ۲ لکه ډالرو د مرستې خبره کړې ده تر څو د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ […]

Continue Reading