
د روانې دیسمبر میاشتې په ۲۰ او ۲۱مه جنوبي وزیرستان کې وسلوالو ډلو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې په دې بریدونو کې پاکستان د ۱۶ عسکرو وژل کیدل تایید کړل. پاکستاني رسنیو د یادو وژل شویو ۱۶ پاکستاني عسکرو یو مجموعي انځور د دیسمبر په ۲۲مه خپور کړ. اوس د همدې وزیرستان پېښې ۱۶ وژل شویو پاکستاني عسکرو دغه مجموعي انځور د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو په اشاروي او تمسخر بڼه له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دغه پاکستاني عسکر افغان طالبانو سره په وروستۍ جګړه کې وژل شوي دي.
دا چې رېښتیا څه دي، راځي د فکټ کریسنډو په دې کتنه یې لولو!
اوس تاسې کولی شئ، د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول وګورئ:
دوی د ۱۶ وژل شویو پاکستاني عسکرو له دې مجموعي انځور سره مختلفې جملې لیکلي، چې اکثریتو یې پکې د «کرېکټ سکواډ» لفظ کاروولی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د سکواد نه هدف د وژل شویو پاکستاني عسکرو دی، چې مانا یې په ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستاني ځواکونو د افغان طالبانو برید دی.



رېښتیا څه دي؟
اصلاً دغه موضوع وروسته له هغې راپورته شوه، کله چې پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیا برمل ولسوالۍ کې هوایي برید وکړ او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. له دې برید وروسته د اسلامي امارت دفاع وزارت د پاکستان دغه اقدام وغنده او پاکستان ته یې ګوتڅنډنه وکړه. پرون د دیسمبر په ۲۷مه د اسلامي امارت دفاع وزارت اعلامیه خپره کړه او پکې ویلي یې دي، چې د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاماً تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل. د اسلامي امارت دې بریدونو کې د ۲۰ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو راپورونه هم خپاره شول.
خو د ۱۶ وژل شویو پاکستاني عسکرو یوځایي دغه انځور پر ډیورنډ فرضي کرښه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو د نښتې نه، بلکې دا د هغه وژل شویو پاکستاني عسکرو انځور دی، چې د روانې دیسمبر میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه جنوبي وزیرستان کې د TTP بریدونو کې وژل شوي دي.
موږ ولې وایو، چې دا انځور په جنوبي وزیرستان کې د وژل پاکستاني عسکرو دی؟
پاکستاني خبریال حسین احمد همدا انځور د دیسمبر په ۲۲مه له خپل رسمي ایکس اکونټ څخه پوسټ کړی او ورسره یې لیکلي، چې جنوبي وزیرستان کې وسلوالو سره نښته کې دغه ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.
پاکستان ټوډی، ویبسایټ هم د همدې ۱۶ وژل شویو پاکستاني پوځیانو انځورونه خپاره کړي دي، چې تاسې هلته راپور هم لوستلی شئ.

د پاکستان مشهور خبري چینل جیو نیوز هم د یادو ۱۶ وژل شویو پاکستاني پوځیانو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي، چې دغه پوځیان په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو په برید کې وژل شوي دي.

د جیو نیوز پر رسمي فیسبوک پاڼه هم تاسې هغه یوځایي انځور کتلی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو خپور کړی.
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د ۱۶ وژل شویو پاکستاني عسکرو یوځایي دغه انځور پر ډیورنډ فرضي کرښه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو د نښتې نه، بلکې دا د هغه وژل شویو پاکستاني عسکرو انځور دی، چې د روانې دیسمبر میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه جنوبي وزیرستان کې د TTP بریدونو کې وژل شوي دي.

په وزیرستان کې د ۱۶ وژل شویو پاکستاني پوځیانو انځور د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې له ادعا سره خپور شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading