د یوسف قرضاوي د وفات خبر د ثور تر ۷مې ناسم دی

False International

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ګواکې دا چې د دیني عالمانو د نړیوالې ټولنې پخوانی مشر یوسف قرضاوي د ثور پردوهمه وفات شوی دی، ناسم دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په ناسمه توګه ادعا کړې چې د اسلام نامتو دیني عالم شېخ یوسف قرضاوي د کرونا ناروغۍ له امله د اپریل پر ۲۱مه چې د ثور له دوهمې نېټې سره برابره ده، مړ شوی دی. دا خبر ډېر ځله په فېسبوک کې لاس په لاس شوی دی.

A picture containing graphical user interface

Description automatically generated

د فېسبوک یوه پاڼه

فېسبوک پاڼه| آرشیف

 د واقعیت ارزونه

د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې په خپله تویتر پاڼه کې د قرضاوي د وفات کېدلو خبر د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر ۲۵مې پورې ناسم بللی. په تویت کې راغلي چې د هغه د کرونا ناروغۍ د زکام په څېر وه. د تویت له مخې، هغه څو ساعتونو لپاره په روغتون کې وو خو اوس له خپلې کورنۍ او اولادونو تر څنګ دی.

د یادولو وړ دی چې دا ناسم خبر د لومړي ځل لپاره د عربانو تر منځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی.

A picture containing text

Description automatically generated

د دیني عالمانو د نړیوالې ټولنې تویتر پاڼه

تویتر| آرشیف لېنک

تر دې وړاندې د یوسف قرضاوي په تویتر کې راغلي وو چې نوموړی په کرونا ناروغۍ باندې اخته شوی دی. د هغه په یو بل تویت کې راغلی چې د هغه روغتیايي حالت د ښه کېدلو په حال کې دی. په تویت کې لیکل شوي چې هغه تر روغتیايي څارنې لاندې دی.

Graphical user interface, text, application, chat or text message

Description automatically generated

د یوسف قرضاوي تویت

تویتر| آرشیف

په یو بل تویت کې چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۲۵ د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې له خوا شوی، د ښاغلي قرضاوي روغتیا ته په کې دوعا شوې ده. په تویت کې راغلي: «له لوی الله تعالی څخه غواړو چې شېخ یوسف قرضاوي ته روغتیا په برخه کړي.»

Graphical user interface, text, application

Description automatically generated

تویتر| آرشیف لېنک

شېخ یوسف قرضاوي د مصر له روحانیونو څخه ګڼل کیږي چې اوسمهال په قطر کې ژوند کوي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر د دې خبر تر خپرېدلو (د اپریل ۲۶مه) پورې ناسم دی چې ګنې یوسف قرضاوي د کرونا له امله وفات شوی دی. دی د دې خبر تر خپرېدلو نېټې پورې ژوندی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *