
په ټولنییزو رسنیو کې د انسټاګرام او فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري یوه ودانۍ باندې بم راغورځي. د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو د دغې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګني د اسراییلو لخوا پر ودانۍ د بم غورځولو دغه صحنه د تهران ده. په داسې حال کې چې د دوی ادعا دروغ ده او دغه ودانۍ او تهران کې نده.
د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post
Archive | Instagram Post
رېښتیا څه دي؟
دغه ویډیو د اسراییلو لخوا په تهران (ایران) کې پر کومې ودانۍ د برید نده، بلکې دا د اسراییلو یو جیټ الوتکې الوتکې د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې د لبنان بیروت کې پر یوې ودانۍ بم غورځولو صحنه ده.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاده ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر سکرین شاټونو باندې د ګوګل ایمیج لټون پروسه پلي کړه، چې زیات شواهد په لاس راغلل او مالومه شوه، چې دغه ویډیو ایران کې د اسراییلو په کوم برید پورې هیڅ تړاو نلري.
د AP خبري اژانیس د دې پېښې د صحنې انځورونه او جزیات خپاره کړي، چې تاسې د لینک په پرانیستلو سره کتلی او لوستلی شئ.

سي این این هم د اسرایلو د جیټ له لوري لبنان بیروت کې پر دغې ودانۍ د بم غورځولو پېښې جزیات او انځورونه خپاره کړي.

د (The Guardian) رسمي یوټیوب چینل هم د دې پېښې ویډیو خپره کړې او په لاندې توګه یې مشاهده کولی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو د اسراییلو لخوا په تهران (ایران) کې پر کومې ودانۍ د برید نده، بلکې دا د اسراییلو یو جیټ الوتکې الوتکې د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشت کې د لبنان بیروت کې پر یوې ودانۍ بم غورځولو صحنه ده.

د اسراییلو لخوا پر ودانۍ غورځول شوی بم، چې ویډیو کې ښکاري، تهران نه، بلکې لبنان بیروت دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False