په لندن کې د یوې تمثیلي ډرامې وېډیو او انځورونه په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو لیلام کېدلو په توګه خپاره شوي

False International

ادعا:

یو عکس او وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې پکې ادعا شوې ګنې طالبانو د کابل په سرکونو کې افغان ښځې لیلاموي.

مګر دا وېډیو په سړکونو کې د میرمنو لیلام کولو په هکله نه دی، بلکې په لندن کې د یوې تمثیلي نمایشنامې پورې اړه لري.  راځئ وګورو چې د دې انځور تر شاه حقیقت څه دی.

یوه وېډیو په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده. په دې وېډیو کې یو سړی لیدل کیږي چې په مایکروفون کې په عربي ژبه باندې خبرې کوي. په وېډیو کې، ځینې ښځې لیدل کیږي چې برقعې یې اغوستې او په زنځیرونو باندې تړل شوې دي. دا وېډیو په آزاد بازار کې د افغانو ښځو د لیلام کېدلو له ادعا سره یو ځای نشر شوې ده.

  ArchiveTwitter 

یو ورته انځور په افغانستان کې له ورته ادعا سره خپور شوی دی. په دې انځور کې یوه ښځه لیدل کیږي چې په زنځیر تړل شوې ده. په هند کې د بي جي پي یوې ملاتړې شفالیا وایدیا دا انځور د اګست په ۱۸مه په تویتر کې تویت کړی دی.

Twitter | Archive

دا وېډیو په هند کې د یو شمېر نوموتو رسنیو لکه «اڼدیا ټوډې» او د هند تلویزیون له خوا ۶ کاله وړاندې د داعش ظلمونو په توګه خپره شوې وه.

India Tv

India Today

د حقیقت پلټنه

دا وېډیو په ۲۰۱۴ کال کې په لندن کې د کردانو د یوې ډلې لخوا جوړه شوې وه تر څو په عراق او سوریه کې د داعش له خوا پر کردۍ ښځو د ظلم په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. 

په ټولنیزو رسنیو کې دا وېډیو او د دې وېډیو عکسونه یا سکرین شاټونه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپاره شوي او ویل شوې چې ګنې په افغانستان کې ښځې لیلام ته وړاندې کیږي. 

د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې دا وېډیو له افغانستان سره هېڅ کوم تړاو نه لري. 

دا وېډیو په لندن کې د کرد فعالانو له خوا یوه تمثیلي ډرامه ده چې په عراق او سوریه کې د داعش له خوا پر کردۍ میرمنو د ظلم په اړه چمتو شوې ده.

بي بي سي په ۲۰۱۴ کال کې په دې اړه یو خبر خپور کړ چې مونږ کولای شو لاندې وګورو.

BBC  Archive

د وېډیو په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ د دې وېډیو په اړه لټون وکړ او موږ په ملیالم ژبه کې د دې وېډیو په اړه حقیقت پلټنه وکړه. دا وېډیو په ۲۰۱۴ کې په لندن کې د یوې تمثیلي ډرامې پورې اړه لري تر څو خلکو ته د داعش له خوا پر کردي ښځو د ظلمونو په اړه ووایي. د دوی یوازینۍ موخه د داعش ترهګرۍ په اړه پوهاوی ورکول وو مګر د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې دا د داعش ډلې له خوا پر ښځو د ظلم وېډیو ده. 

تاسو کولی شئ لاندې خبر ولولئ:

fact check Malayalam   Archive

 د دې عکس عکاس چې له داعش سره یې په ۲۰۱۴ کال کې عکس اخستی لیکلي چې دی د دې لپاره دا انځور یې اخستی وو تر څو د داعش له خوا د یوې کردۍ یزیدي میرمن پېښې ته انعکاس ورکړي. ده لیکلي چې دا عکس اوس په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی او ادعا شوې چې ګواکې دا پېښه په افغانستان کې را منځ ته شوې ده.

Twitter   

Archive

پایله

دا وېډيو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو لیلام نه ښيي بلکې دا وېډیو په لندن کې د یوې ډرامې صحنه ده. مونږ په وېډیو کې د ودانۍ او موټرو څخه هم کولای شو چې ووایو دا وېډیو په کابل کې نه ده اخستل شوې.

ادعا: وېډیو:یو عکس او وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې پکې ادعا شوې ګواکې ښځې د مریانو په توګه د طالبانو له خوا پلورل کیږي

حقیقت:

  هغه وېډیو چې پکې ادعا شوې ګنې ښځې د کابل په سرکونو کې د غلامانو په توګه پلورل کیږي، ناسم دی. دا وېډیو په لندن کې د سړک غاړې یوې تمثیلي ډرامې پورې اړه لري. 

د ادعا نیټه: ۱۶ اګست ۲۰۲۱

16 August 2021

Avatar

سرلیک: په لندن کې د یوې تمثیلي ډرامې وېډیو او انځورونه په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو لیلام کېدلو په توګه خپاره شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *