د رومانیا مربوط یوه پخوانۍ ویډیو د هند احمد اباد کې د مسافر وړونکې الوتکې غورځېدو په تړاو خپره شوې ده.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري یوه الوتکه کې لوګي پورته کیږي او مسافر د وېرې او خطر له حالت سره مخامخ وي. د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو د دغې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګني دا هغه شیبه ده، چې د ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې هند احمد اباد کې د (هند-ایر) په نوم مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې وه. په داسې حال کې چې د دوی ادعا دروغ ده او دغه ویډیو پخوانۍ او د رومانیا هېواد پورې تړاو لري.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه ویډیو په هند احمد اباد کې د الوتکې د غورځېدو وروستۍ پېښې نده، بلکې دا په ۲۰۲۰ کال کې د رومانیا څخه لندن ته د یوې الوتکې ده، چې وروسته له هغه یې بیړنۍ ناسته کړې وه، کله چې داخل یې له لوګي ډک شو.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاده ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د خپرې شوې ویډیو پر سکرین شاټونو باندې د ګوګل ایمیج لټون پروسه پلي کړه، چې زیات شواهند په لاس راغلل او مالومه شوه، چې دغه ویډیو د هند احمد اباد کې د الوتکې غورځېدو وروستۍ پېښې پورې هیڅ تړاو نلري.

د The Independent رسمي ایکس پاڼې باندې د دې پېښې خبر خپور شوی او ورسره یې لیکلي، د رایان ایر په الوتکه کې چې سټینسټډ (لندن) ته روانه وه، مسافر چیغي وهي، ځکه چې کیبن ناڅاپه له لوګي ډک شو.

ارشیف

د Daily Star له رسمي ایکس پانې هم د رومانیا د الوتکې دغې پېښې خبر خپور شوی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

همدا راز د Independent له ویبپاڼې هم خبر او هم د دې پېښې ویډیو خپره شوې، چې تاسې یې د لینک په پرانیستلو په لوستلی او کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو په هند احمد اباد کې د الوتکې د غورځېدو وروستۍ پېښې نده، بلکې دا په ۲۰۲۰ کال کې د رومانیا څخه لندن ته د یوې الوتکې ده، چې وروسته له هغه یې بیړنۍ ناسته کړې وه، کله چې داخل یې له لوګي ډک شو.

Avatar

د رومانیا مربوط یوه پخوانۍ ویډیو د هند احمد اباد کې د مسافر وړونکې الوتکې غورځېدو په تړاو خپره شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *