د لبنان د چاودنې وېډیو د اوکراین د وېجاړۍ په توګه خپره شوې

International Partly False

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو په لبنان کې د یوې چاودنې پخوانۍ وېډیو خپره کړې چې ادعا کوي ګواکې اوکراین د روسیې بریدونو له امله ویجاړ شوی دی. د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په لړ کې یو شمېر پخواني عکسونه او وېډیو ګانې له ناسمو ادعا ګانو سره خپاره شوي دي.

ادعا

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو او کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲ د لبنان د چاودنې یوه پخوانۍ وېډیو خپره کړې ده. په یوه فېسبوک پاڼه کې د دې وېډیو په سرلیک کې راغلي: «یوکراین هم په کنډوالو بدل شو».

دا وېډیو په فېسبوک کې د ۷۸ زره کسانو له خوا لیدل شوې ده.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړې وېډیو پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا وېډیو په لبنان کې د یوې چاودنې پورې اړه لري چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په پلازمینه بېروت کې را منځ ته شوې وه. 

د دې وېډیو یوه برخه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اګست په ۴ د یوې تویتر کاروونکې ‘Rola’ له خوا خپره شوې ده. د وېډیو په سرلیک کې په انګلیسی ژبه د «بېروت چاودنه» هشتګ کارول شوی دی.

دا وېډیو کولی شئ چې لاندې وګورئ:

مونږ همدا راز د فېسبوک پسټ د وېډیو اړوند یو شمېر انځورونه هم وموندل چې د بېروت چاودنې په توګه خپاره شوي دي.

تویتر/آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا د اوکراین په اړه ناسم دی. دا وېډیو د لبنان د چاودنې پورې تړاو لري چې تر چاودنې وروسته د ویجاړۍ کچه ښيي. 

دا وېډیو د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې پورې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *