د بررومبررا نارې وهونکي کوچني ماشوم وایرل شوې ویډیو د (Suryavanshi) د ماشم توب نده. 

False International

په ټولنییزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې پکې ښکاري، یو کوچنی ماشوم له خپل پلار سره د هند او اسټرالیا تر منځ د ۲۰۲۰ کال یوې ټیسټ لوبې نندارې پر مهال د هند کرېکټ ستوري بومرا ته غږونه کوي او په خپله کوچنۍ ژبه ورته د «بررومبررا – بررومبررا» نارې وهي. 

د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا د (وېبو سوریاونشي) د کوچنیوالي ویډیو ده او د دوی په وینا چې هاغه مهال سوریاونشي د بومرا مینوال وو.

وېبو سوریاونشي ځوان هندي کرېکټ لوبغاړی دی، چې د ۲۰۲۵ کال ایي پي ایل لوبو کې د راجستان لوبډلې سره دی.

خو دا چې ایا رېښتیا هم دغه ویډیو په وېبو سوریاونشي پورې تړاو لري او که نه؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه کې یې ولولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده. کوم ماشوم چې په ویډیو کې ښکاري اصلاً جیان نومیږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هند او اسټرالیا لومړۍ ټیسټ لوبې پر مهال بومرا ته غږونه کول.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟

موږ لومړی د دغې ویډیو پر لومړني انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او هلته مو د جیان ماشوم دغې صحنې په اړه بېلا بېل شواهد پیدا کړل، چې ښیي دغه ویډیو په وېبو سوریاونشي پورې هیڅ تړاو نلري.

د The Bharat Army رسمي ایکس پاڼې د جیان ویډیو خپره کړې او ورسره یې کپشن کې لیکلي، «د هند او اسټرالیا لومړۍ ټیسټ لوبې دوهمه ورځ: د جیسپریټ بومرا تر ټولو کلک مینوال جیان سره وګورئ:

ارشیف

د مومبایي انډینز (Mumbai Indians) رسمي یوټیوب چینل څخه هم د جیان نومي ماشوم دغه ویډیو خپره شوې او تاسې یې په لاندې ډول کتلی شئ:

د دې ترڅنګ د timesnownews ویبسایټ څخه هم د جسپریټ بومرا د کلک مینوال کوچني جیان ټوله کیسه راخیستي او تاسې (دلته) لوستلی شئ.

ارشیف

که تاسې لېوال یاست چې د ۱۴ کلن وېبو سوریاونشي ځوان کرېکټ هندي لوبغاړي په اړه وروستۍ خبرې ولولئ نو دلته یې لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده. کوم ماشوم چې په ویډیو کې ښکاري اصلاً جیان نومیږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هند او اسټرالیا لومړۍ ټیسټ لوبې پر مهال بومرا ته غږونه کول.

Avatar

Title:د بررومبررا نارې وهونکي کوچني ماشوم وایرل شوې ویډیو د (Suryavanshi) د ماشم توب نده.

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *