پخوانی بې تړاوه عکس طالبانو لخوا پر دوو افغان ښځو ظلم په ادعا شریک شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له بېلا بېلو ادعا ګانو سره خپور شوی دی. په دې وروستیو کې د دې عکس په خپرولو سره ادعا شوې چې ګواکې طالبانو په کابل کې پر دوو افغان ښځو ظلمونه وکړل.
تاسو کولای شی يو داسې ادعا دلته وګورئ:
د فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي طالبانو په کابل کې پر دوو افغان ښځو ظلمونه وکړل.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنيو ادياګانې ناسمې دي ځکه چې د شريک شوي عکس پخوانی دی.
راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!
د حقیقت معاینه
مونږ د ټولنیزو رسنيو اديياګانو او د شريک شوي عکس تر شاه د حقيقت موندلو لپاره پر شريک شوي عکس باندې څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس د پاکستان د یوې نرښځې پورې اړه لري.
زمونږ د څېړنو پر اساس، دا نرښځې د یوه پروګرام له تر سره کولو څخه وروسته د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې و. د پاکستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دا عکس د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۷مه خپور کړی.
د تویتر یوه پاکستانی کاروونکي د ورته عکس په خپرولو سره لیکلي چې دا نرښځې د منصور خان په نوم د یوه کس له خوا یوه پروګرام ته بلل شوې وه. تر هغې وروسته دا نرښځې د منصور خان له خوا د سخت فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې ټویټ وګورئ:
افغان ښځې د خپلو بشري حقونو له سختو بندیزونو سره مخ دي او حتی ښوونځیو او کالجونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي. د ښځو په وړاندې د طالبانو دغه چلند د نړیوالې ټولنې له خوا هم نیوکې کیږي. که څه هم پورته شریک شوی فیسبوک پوسټ ګمراه کونکی دی.
پایله
له همدې امله له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د هغو ادعاوو سره چې طالبانو په افغانستان کې پر دوو افغان مېرمنو ظلمونه کړي، یو بې بنسټه انځور شریک شوی دی. شریک شوی عکس د یوې پاکستانۍ جنس پرستې ښځې دی چې یو پاکستانی سړی یې په عام محضر کې وهلی او ځورولی دی.
سرلیک: پخوانی بې تړاوه عکس طالبانو لخوا پر دوو افغان ښځو ظلم په ادعا شریک شوی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False