سپین بولدک کې د تېرې وروستۍ جګړې په اړه بې تړاوه او پخواني انځوورنه خپاره شوي دي. 

International Partly False

د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو دوه انځورونه په یو فریم کې له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دا په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه جګړې حال دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې له یادو انځورونو یې یو پخواني (د تېرې اکتوبر) میاشتې دی او یو یې بې تړاوه دی.

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «همدا اوس سپين بولدک  کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه او ډرون هم ګرځي…».

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د دوه انځورونو ګډه ټولګه ده، یو یې پخواني د تېرې اکتوبر میاشتې دی او یو بې د سپین بولدک نه، بلکې د خوست اړوند انځور دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور، چې د دوه انځورونو یوه ټولګه ده، له شوې ادعا سره هیڅ سمون نه خوري.

موږ هر یو انځور په لاندې توګه په نورو ادرسونو کې د شوې ادعا خلاف پیدا کړ، چې تاسې کولی شئ، مشاهده یې وکړئ.

لومړی انځور:

د afghanislamicpress د ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې دا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: د افغان او پاکستانی ځواکونو تر منځ نښتې راپاریدلي دي.

د دې تر څنګ شمشماد نیوز هم په خپل یوټیوب چینل باندې د ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ خوست کې د جګړې په اړه یو ویډیوي راپور کړی او هلته یې همدا انځور کاروولی دی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی او اورېدلی شئ:

ارشیف

دوهم انځور:

دویم انځور، چې د جګړې له امله اور لګېدنه پکې ښکاري تېرې اکتوبر میاشت کې رسنیو د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له خبرونو سره خپور کړی، خو دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا ادعا په روانه نومبر میاشت کې کړې ده. 

امو ټلوېزیون همدا انځور د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه یو راپور سره خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي: پاکستان ادعا کوي چې ۲۰۰ طالبان او د هغوی متحد جنګیالي د سرحدي نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي. 

د South Asia Index رسمي ایکس پاڼې هم په عین تاریخ د همدې صحنې ویډیو خپره کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د دوه انځورونو ګډه ټولګه ده، یو یې پخواني د تېرې اکتوبر میاشتې دی او یو بې د سپین بولدک نه، بلکې د خوست اړوند انځور دی.

Avatar

سپین بولدک کې د تېرې وروستۍ جګړې په اړه بې تړاوه او پخواني انځوورنه خپاره شوي دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *