د اوکراین ولسمشر له خپل هېواده نه دی تښتېدلی

False International

د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په فېسبوک کې خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې په فېسبوک کې ادعا شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې په لړ کې له خپل هیواد نه تښتیدلی دی.  

د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۴مې نیټې راهیسي د اوکراین د ولسمشر د تېښتې خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.

تاسو کولی شئ لاندې ورته یو فیسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook Archive

Facebook Archive

 د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:

«اوکراین د روسیې ځواکونو له خو ونیول شو

روسي ځواکونه د اوکراین سترښار کیېف ته ورداخل شو او د اوکراین ولسمشر پولینډ ته وتښتیده.»

د حقیقت پلټنه

 د فاکټ کریسینډو موندنې ښیې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپل هیواده نه دی تښتیدلی لکه څنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې. 

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۵مه نېټه، د دې خبر له خپریدو وروسته ښاغلي زیلینسکي په خپل انسټاګرام پاڼه کې له خپل دفتر څخه یوه وېډیو خپره کړه.  هغه د ویډیو په تفصیل کې دا هم لیکلي چې نوموړی په ​​کییف کې په خپل مرکزي دفتر کې شتون لري.  ولسمشر زیلینسکي ومنله چې د هغه په ​​ګډون هېڅوک له اوکراین څخه نه دی تښتیدلی.

Instagram Archive

په دې وروستيو کې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۵مه نېټه، د هند – ټایمز خبري ویب پاڼې په یوه راپور کې تایید کړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نه دی تښتیدلی او په خپل هیواد کې شتون لري.

Hindustan Times Archive

مخکې فیکټ کریسینډو دري هم د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د تېښتې په اړه ناسم خبرونه ارزولي دي.

پایله

 له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې شریکه شوې ادعا ناسمه ده او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپل هېواده نه دی تښتېدلی.

Avatar

سرلیک: د اوکراین ولسمشر له خپل هېواده نه دی تښتېدلی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *