په خیبر پښتونخوا کې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه، چې د سې شنبې ورځې سره سمون خوري، د میلاد النبي په مناسبت یوې غونډې پرمهال چې د نورو چارواکو او مشرانو په شمول د دغه ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور هم ګډون درلود، د پاکستان د ملي سرود له غږېدو سره ټول ګډونوال د درناوي په پار ودرېدل، خو د پېښور کې د افغان کونسلګرۍ دوه طالب ډیپلوماتان په خپلو څوکیو ناست پاتې شول او ونه درېدل.

هغه دوه کسان چې د یادې صحنې په ویډیو کې هم ښکاري، د پاکستان د ملي سرود د غږېدو پرمهال ناست پاتې شول او ونه درېدل، یو یې پېښور کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله شاکر وو.

پېښور کې د کونسلګرۍ د غړو دې کار ته د پاکستان رسنیو، خلکو، سیاسیونو او همدا راز د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو بېلا بېل غبرګونونه وښودل.

تاسې کولی شئ، چې د یادې غونډې د ملي سرود غږېدو صحنه په لاندې ویډیو کې وګورئ:

د پاکستان ملي سرود ته په دغه ورځ د کونسلګرۍ د غړو په ځانګړي ډول د جنرال کونسل حافظ محب الله شاکر پر نه درېدو پاکستاني چارواکو، رسنیو او خلکو سختې نېوکې کړي او دا کار یې د پاکستان د ملي ارزښتونو بې احترامي ګڼلې ده.

بي بي سي پښتو په دې اړه خپل راپور کې ویلي، چې د دغې پېښې د ويډيو له خپرېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان د ملي سرود د سپکاوي تورونه لګول شوي، خو اسلام اباد کې د طالبانو دیپلوماتان دا نه مني، چې ګواکې دوی دې د پاکستان د ملي سرود بې احترامي کړې وي.

پرون د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نېټه د اعتراض په ډول په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر احمد شکیب د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتل شوی و. نوموړي بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې نوموړی د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو او د یادې موضوع په اړه یو اعتراض لیک ورکړل شوی. بي بي سي د احمد شکیب له قوله لیکلي، چې دوی د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ویلي، چې پیغام به یې مرکز کابل سره شریک کړي، خو دومره ویلی شي، چې دا کوم قصدي عمل نه و، او نه هم موخه دا وه، چې د کوربه هېواد (پاکستان) توهین او بې احترامي دې وشي.

د بي بي سي پښتو بشپړ راپور لینک

غبرګونونه:

پېښور کې د میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال د افغان کونسلګرۍ اړوند طالب دیپلوماتانو دغه کړنه، چې د پاکستان ملي سرود غږېدو په وخت کې په خپلو څوکیو ناست پاتې شول او ونه درېدل، په ټولنیزو رسنیو کې هم له سختو نېوکو سره مخ شوه او هم یې ملاتړ شوی دی.

پاکستاني رسنیو او یو شمېر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر دې کار سختې نېوکې کړي او دا یې په ټوله کې د پاکستان بې احترامي او د دوی په ټکو بې عزتي بللې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال اویس منګل واله نومي خبریال دا ویډیو په خپله ایکس پاڼه خپره کړې او ډېر په تُنده لهجه یې ورسره لیکلي، چې د افغان کونسلګرۍ طالب دیپلوماتانو له لوري د پاکستان ملي سرود ته نه ودرېدو ټولو ډيپلوماتيکو اخلاقو ته سپکاوی شوی، چې د ده په خبره دا د ټول پاکستان سپکاوی دی...)



پوسټ لینکارشیف لینک

پاکستاني رسنۍ ARY NEWS په خپله ایکس پاڼه دغه ویډیو باندې تفصیل ورکړی او د افغان کونسلګرۍ غړو دا کار یې بد اخلاقي او د پاکستان ملي سرود ته بې احترامي بللې ده.

همدا راز د بول نیټورک پاکستاني رسنۍ په خپله ایکس پاڼه د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې دغه کس باید د ملي سرود د بې احترامۍ له امله محاکمه شي او له پاکستانه دې وشړل شي.

د پاکستان بلې مشهورې رسنۍ جیو نیوز اردو هم په خپله ایکس پاڼه ورته ټکي لیکلي او پر دغه کړنه یې په لاندې ډول خبرې کړي:

له بل لوري د دوی دا کړنه تر یوې اندازې پورې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري ستایل شوې هم ده او د افغان کونسلګرۍ د غړو دغه کار، چې د پاکستان د ملي سرود د غږېدو پر وخت ولاړ شوي ندي، یو ښه اقدام بللی دی.

د هریت راډیو پشتو په نوم ایکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان ملي سرود ته د ا.ا.ا ډیپلوماټانو نه درېدا ستایل شوې ده.

د ایکس یو بل کاروونکي هم په خپله ایکس پاڼه دا کړنه د خپلواکۍ فکر بللی او د پاکستان ملي سرود ته یې د طالب ډیپلوماتانو نه درېدا ستایلې ده.

خو خپله بیا هغو طالب دیپلوماتاتو یا پېښور کې افغان کونسلګرۍ د پاکستان ملي سرود ته پر نه درېدا ویلي، چې دوی ځکه د پاکستان ملي سرود ته ونه درېدل، چې په هغې کې میوزک یا (ډول سروڼی) وو او دوی ان د افغانستان ملي سرود غږول هم له دې امله بند کړي دي.

د دې وضاحت په اړه د ډیوه راډیو لاندې ویډیوي راپور وګورئ:



د موضوع اړوند درې اړخیزه موندنې او پایله:

فکټ کریسنډو د پاکستان ملي سرود ته د طالب ډیپلوماتانو نه درېدلو په اړه د بېلا – بېلاو رسنیو راپورونه او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه ولوستل او وکتل. موږ د دې موضوع درې اړخه پیدا کړل.

لومړی: د پاکستاني چارواکو، ادتباعو او رسنیو له لوری د طالب ډیپلوماتانو دغه کړنه په سختو ټکو غندل شوې او دا کار یې د پاکستان ملي ارزښتونو او ملي سرود ته سپکاوی بللی دی او د دوی د محاکمه کولو غوښتنه یې کړې ده.

دویم: د ټولینیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو بیا همدا کړنه ستایلې ده او ویلي یي دي، چې اصلاً پکار همداسې وو، چې د پاکستان ملي سرود ته طالب ډیپلوماتان نه وای درېدلي، لکه څنګه چې ونه درېدل.

درېیم: خو خپله بیا هغو طالب دیپلوماتاتو یا پېښور کې افغان کونسلګرۍ د پاکستان ملي سرود ته پر نه درېدا ویلي، چې دوی ځکه د پاکستان ملي سرود ته ونه درېدل، چې په هغې کې میوزک یا (ډول سروڼی) وو او موخه یې د پاکستان د ملي سرود سپکاوی نه وو.