
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو د برید صحنه ده. خو د فکټ کریسنډمو موندنې ښیي، چې د برید دغه ویډیو پر کابل د کوم برید نده، بلکې په حقیقت دا په ۲۰۲۳ کې د اسرایلو لخوا پر غزې د یو برید ویډیو ده.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی پر دغه ویډیو لیکلي: «کابل کې پاکستاني جیټ الوتکو برید کړی».

Archive | + video | Facebook Post
Archive | + video | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. دا ویډیو د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري پر کابل د برید نده، بلکې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت کې پر غزې د اسراییلو د یو برید صحنه ده.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د کابل نه، بلکې پر غزې د یو برید صحنه ده؟
موږ د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ویډیو پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو کوم برید نه ښیي، بلکې په ۲۰۲۳ کال کې پر غزې د اسراییلو د یو برید صحنه ښیي.
د THE TIMES OF GAZA رسمي ایکس پاڼه باندې د همدې صحنې دا ویډیو د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت کې خپره شوې ده او په تفصیل کې ورسره لیکل شوي دي: د اسراییلو جنګي الوتکو پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا زیات کړي دي.
د دې تر څنګ د documentingpalestine انسټاګرام هم دغه صحنه په عین تاریخ خپره کړې او ورسره یې لیکلي: د غزې اوسېدونکي دا تر اوسه تر ټولو بده شپه بولي.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري پر کابل د برید نده، بلکې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت کې پر غزې د اسراییلو د یو برید صحنه ده.
ویډیو کې دغه صحنه پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو د برید نده، بلکې پر غزې د اسراییلو د یو برید ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

