د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییلو د بمبارۍ پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې د پوځ په جلب او جذب مرکز باندې وسلوال برید شوی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د تازه خبر په توګه لیکلي چې د پاکستان د لاهور ښار د فوځ په جلب او جذب مرکز باندې برید شوی دی.

د «کابل ټایمز» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: « د پاکستان ستر ښار لاهور کې پر پاکستانی پوځي جلب جذب مرکز خونړی وسلوال برید شوی. په یاد برید کی لسګونه تنه پوځیان وژل شوي، کره شمیره یی لا نده معلومه».

دا پست له نورو سره ۱۶۷ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د «سیما صدف» په نوم هم د فېسبوک یوې کاروونکې ورته پست یې کړی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د ګوګل انځورونو، بینګ (‌Bing) او ګوګل مهمو کلمو پلټنې له لارې څېړنه وکړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او د پاکستان پورې اړه نه لري. دا انځور پر غزه باندې د اسراییلو هوایي بمبارۍ پورې تړاو لري.

دا انځور په ۲۰۱۸ کال کې د ‘www.ojo.pe’ وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

کوم خبر او انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي، ګنې دا چې د پاکستان په لاهور کې د فوځ په جلب او جذب مرکز باندې برید شوی، ناسم دی. دا انځور پخوانی دی چې په غزه باندې د اسراییلو برید پورې اړه لري. د دې خبر تر خپرېدلو پورې د پاکستان په لاهور کې د فوځ پر مرکز باندې هېڅ ډول برید نه دی شوی.

Avatar

سرلیک: د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *