د هغه ویډیو کلیپ اصلي‌کېسه څه ده، چې د یو څو نجونو چرسو څکولو بنډار صحنه پکې ښکاري؟

False National

په ټولنیزو رسنیو کې یو ویډیو کلیپ خپور شوی، چې هغه کې ښکاري، یو څو نجونې راټولې شوي دي او نشه توکي کاروي، دغه کلیپ طالبانو ته نږدې یو شمېر کسانو پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې دا په تېر جمهوریت کې د ښځینه زده کړیالانو حال وو. 

د همدې کلیپ په اړه بیا د ZAWIA News په نوم فیسبوک پاڼې، چې تر یو میلیون زیات فالورز لري،  لیکلي او ادعا یې کړې، چې د طالبانو استخباراتو د پيسو په بدل کې څو نجونې راټولي کړي او دغه نمایشي‌کلیپ یې پرې تمثیل کړی، تر څو د پوهنتوني د دورې يو ناوړه نمايش وړاندې کړي. خو دا چې د دې کلیپ تر شا اصلي حقیقت څه دي، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

د دې کلیپ په اړه کېسه وروسته له هغې راپورته کیږي، چې طالبانو ته نږدې کسانو  دغه کلیپ خپور کړ او ورسره یې ولیکل، چې دا په تېر جمهوریت کې د ښځینه زده کړیالانو حال وو.

Archive + X Post

خو د همدې کلیپ په اړه بیا د ZAWIA News په نوم فیسبوک پاڼې، چې تر یو میلیون زیات فالورز لري،  ادعا کړې، چې د طالبانو استخباراتو د پيسو په بدل کې څو نجونې راټولې کړي او دغه نمایشي‌کلیپ یې پرې تمثیل کړی، تر څو د پوهنتون د دورې يو ناوړه نمايش وړاندې کړي.

Archive + Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د یو څو راټولو شویو نجونو دغه ویډیو کلیپ، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د طالبانو لخوا کوم نمایشي او تمثیلي کلیپ ندی، بلکې د طلوع نیوز له لوري د چرسو په اړه د جوړ شوي مستند یوه برخه ده، چې ۴ کاله پخوا ۲۰۲۰ کې نشر شوی وو. خو په دې مستند کې مشخصاً دا هم ندي ویل شوي، چې ګني ښځینه زده کوونکې دغه توکي کاروي، بلکې وایي، چې د افغانستان چرس بهر ته د صادرولو تر څنګ په هېواد کې دننه هم استعمال لري. 

د څېړنې میتود؟

موږ د خپور شوي کلیپ څو فریمونه او د زاویه نیوز له لوري د نشر شوي سکرین شاټ پلټنه وکړه او ګوګل ایمیج مو پرې پلی کړ، موږ وموندله چې نشر شوی کلیپ اوسنی ندی او نه هم طالبانو جوړ کړی، بلکې د طلوع نیوز د یوې ډاکومنټرۍ یوه برخه ده. 

تر ټولو لومړی موږ د زوایه نیوز د سکرین شاټ هغه برخه د چرسو په اړه د طلوع نیوز په مستند کې پیدا کړه، چې زاویه نیوز ورسره پورته ذکر شوې ادعا کړې وه. دغه صحنه د مستند په ۱۳مه دقیقه او ۳۶مه ثانیه کې موجود ده، چې تاسې یې په لاندې مقایسوي انځور کې کتلی شئ:

تاسې همدا راز کولی شئ، چې د طلوع نیوز هغه مستند (ډاکومنټري) هم مشاهده کړئ، چې ۲۰۲۰ کې یې د چرسو په اړه له خپل یوټیوب چینل څخه خپره کړې او په موضوع لا ډېر ځان پوه کړئ:

پایله:

د یو څو راټولو شویو نجونو وایرل شوی ویډیو کلیپ، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د طالبانو لخوا کوم نمایشي او تمثیلي کلیپ ندی، بلکې د طلوع نیوز له لوري د چرسو په اړه د جوړ شوي مستند یوه برخه ده، چې ۴ کاله پخوا ۲۰۲۰ کې نشر شوی وو. خو په دې مستند کې مشخصاً دا هم ندي ویل شوي، چې ګني ښځینه زده کوونکې دغه توکي کاروي، بلکې وایي، چې د افغانستان چرس بهر ته د صادرولو تر څنګ په هېواد کې دننه هم استعمال لري.

Avatar

د هغه ویډیو کلیپ اصلي‌کېسه څه ده، چې د یو څو نجونو چرسو څکولو بنډار صحنه پکې ښکاري؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *