
په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکي ادعا کوي، چې ګواکې طالبانو هغه پوځي اډه (بګرام) اوس بیرته امریکا ته وسپارلو، چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال د امریکایي ځواکونو له لاسه وتلې وه. د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو له دې ادعا سره د سترو الوتکو دوه انځورونه خپاره کړي، چې اصلاً پخواني دي.
دا چې رېښتیا او ټوله کېسه څه ده، راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ:

رېښتیا څه دي؟
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د هغې پوځي اډې (بګرام) د بیرته ترلاسه کولو لپاره لیوالتیا ښودلې، چې ۲۰۲۱ کال د امریکا له لاسه ووته، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هغه ادعا، چې وايي د بګرام اډه په ۲۰۲۵ کال کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شوه، دروغ ده.
طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي، او هیڅ داسې شواهد نشته چې امریکایي پرسونل په دې اډه کې وي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مرکه واورېده، چې په دې وروستیو کې یې له ملي راډیو (RTA) سره کړې ده. په دې مرکه کې ذبیح الله مجاهد د بګرام هوايي اډه کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د ناستې له ردولو سره ویلي، چې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو راتګ ناشونی دی.
د بګرام هوایي ډګر د یادې ادعا ردولو په اړه دغه خبر طلوع نیوز هم راخیستی، چې تاسې یې په لاندې توګه لوستلی او کتلی شئ:
موږ همدا راز په خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، او وموندل شوه، چې دواړه انځورونه پخواني دي.
لوموړی انځور:

دغه انځور اصلاً په ۲۰۰۶ کې د (U.S. AIR FORCES CENTRAL) ویبپاڼې څخه خپور شوی.
دوهم انځور:

دغه دوهم انځور بیا وینئ، د Getty Images له لوري په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې اخیستل شوی دی او د یو راپور سره نشر شوی دی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هغه ادعا، چې وايي د بګرام اډه په ۲۰۲۵ کال کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شوه، دروغ ده.
طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي، او هیڅ داسې شواهد نشته چې دا مهال امریکایي پرسونل په دې اډه کې وي.

ایا طالبانو رېښتیا د بګرام هوایي ډګر بېرته امریکا ته سپارلی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False