
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۹مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د یو انځور، چې پکې د بمبارد له امله ویجاړی او اور ښکاري، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د هنګو بنګش سیمه کې د وسلوالو او پاکستاني ملیشو ترمنځ د جګړې ځای دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه انځور د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې هنګو سیمه نده، بلکې دا د افغانستان پکتیا ولایت سیمه ده، چې تېرې اکتوبر میاشت کې پاکستاني جیټ الوتکو بمبارد کړی وو.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «د هنګو په بنګش سیمه کې د وسلوالو او پاکستانی ملیشو ترمنځ دا وخت سخته نښته پیل شوه. جګړه د پاکستاني ملېشو پر قرارګاه شروع شوه.».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور د هنګو سېمې کومې پوځي قرارګاه ندی، بلکې د پاکستاني جیټ الوتکو له امله پکتیا ولایت کې د اکتوبر میاشتې هوایي برید له امله ویجاړیو انځور دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د بېلا بېلا ادرسونو لخوا له ادعا څخه څو میاشتې وړاندې خپور شوی دی او شیي، چې دا انځور په هنګو سیمه پورې تړاو نلري، بلکې د پکتیا ولایت د بمبارد شوې سیمې ښودل شوی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۷مه همدا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: پکتیا ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د پاکستان د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.

همدا راز Kabul now هم په عین تاریخ په یو راپور کې لیکلي، چې همدا انځور یې ورسره خپور کړی دی: پاکستان د جمعې ناوخته پکتیکا ولایت کې هوايي بریدونه کړي چې په کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي…

د دې تر څنګ indianexpress هم دغه انځور د اکتوبر په ۱۷مه خپور کړی او له انځور یې د منبع په توګه لیکي: په پاکستان د جمعې ماښام په پکتیکا ولایت کې د څو ملکی کورونو د بمبارولو له امله تور لګيږي چې له امله یې تلفات رامنځته شوي دي. (Photo: X/ Khama Press).

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور د هنګو سېمې کومې پوځي قرارګاه ندی، بلکې د پاکستاني جیټ الوتکو له امله پکتیا ولایت کې د اکتوبر میاشتې هوایي برید له امله ویجاړیو انځور دی.
په انځور کې د بمبارد له امله ویجاړی په هنګو کې نده، بلکې د افغانستان په پکتیا ولایت کې رامنځته شوې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

