
پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په جریان کې د 2026 کال اپرېل په دویمه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړي، چې ګواکې دا د اسراییلو په تل ابیب کې د اور لګېدنې تازه رڼا ګانې دي، چې د بریدونو له امله رامنځته شوي دي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او وایرل شوی انځور د 2025 کال دی او د تل ابیب کوم ځای نه، بلکې د تهران دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «تازه: همدا شیبه تل ابیب د رڼاګانو (بریدونو) کوربه دي.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. خپور شوی انځور د تل ابیب نه، بلکې د 2025 کال جون میاشتې دی، کله چې د ایران په شهران تېلو زېرمتون اسرائیلو برید کړی وو، او له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
د Reuters خبري ایجنسي په یو راپور (2025) کې همدا انځور له خپل ادسه خپور کړی دی او ورسره یې په کپشن کې لیکلي دي: د جون په ۱۵مه، د ایران د تهران ښار کې د شهران د تېلو په زېرمتون د اسرائیلي برید وروسته اور ولګېد.

همدا څېر په The Christian Science Monitor ویبسایټ کې هم له یو راپور سره دغه انځور خپور شوی او په کپشن کې یې عین تفصیل لیکل شوی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ.

د دې تر څنګ د TRT WORLD هم د 2025 کال جون له ادرسه دغه انځور سره رویټرز ته ورته کپشن ورکړی.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپور شوی انځور د تل ابیب نه، بلکې د 2025 کال جون میاشتې دی، کله چې د ایران په شهران تېلو زېرمتون اسرائیلو برید کړی وو، او له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.
په انځور کې د برید او اورلګېدنې صحنې انځور د تل ابیب نه، بلکې د تهران دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

