
د ۲۰۲۶ کال جنوري میاشتې پیل کې د فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د ډرون یوې الوتکې انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دغه ډرون امریکایي الوتکه په میدان وردګو ولایت کې د طالب ځواکونو له لوري را نسکوره شوې ده. خو د فکټ کریسنډو څېړنې ښیي، چې د ډرون یاده الوتکه په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له لوري نده ویشتل شوې، بلکې په خپله غورځېدلې ده.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «طالبانو میدان وردګو مرکز کې یوه ډرون الوتکه را نسکوره کړې ده».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا درسته نده. په میدان وردګو ولایت کې چې کومه ډرون الوتکه موندل شوې ده، هغه د طالبانو لخوا را نسکوره شوې نده، بلکې خپله لوېدلې ده.
موږ ولې وایو، چې ذکر شوې ډرون ویشتل شوې نده، بلکې خپله لوېدلې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، کوم خبرونه چې موږ تر لاسه کړل، هلته داسې ندي ویل شوي، چې ګواکې دغه ډرون الوتکه د کوم چا لخوا ویشتل شوي وي یا رانسکوره شوې وي، بلکې هلته داسې ویل شوي، دغه الوتکه لوېدلې ده.
بي بي سي پښتو په میدان وردګو ولایت کې د دې پېښې په اړه تر «افغانستان کې د غورځېدلې بې پیلوټه الوتکې په اړه څومره پوهېږو؟» تر عنوان لاندې یو بشپړ راپور خپور کړی دی. هلته داسې څه ندي لیکل شوي، وویل شي دغه الوتکه د کوم چا لخوا نسکوره شوې ده، بلکې د راپور په لومړي پاراګراف کې لیکل شوي دي: «د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بيبيسي ته منلې چې تېره اوونۍ پلازمېنې کابل ته په څو کیلومترۍ کې لوېدلې پوځي بې پیلوټه الوتکه (ډرون) MQ-9 وه.»

د افغانستان مشهورې رسنۍ اریانا نیوز هم په خپل ایکس پوسټ کې د (crash) کلمه کاروولې نه دا چې د ویشتل شوې یا (shot) توری یې کاروولی وي. دا په دې مانا چې ویشتل شوې نده، بلکې خپله غورځېدلې.
د دې تر څنګ طلوع نیوز هم په یو ایکس پوسټ کې اریانا نیوز ته ورته خبر خپور کړی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا درسته نده. په میدان وردګو ولایت کې چې کومه ډرون الوتکه موندل شوې ده، هغه د طالبانو لخوا را نسکوره شوې نده، بلکې خپله لوېدلې ده.
میدان وردګو ولایت کې موندل شوې ډرون الوتکه، د طالبانو له لوري نسکوره شوې نده، بلکې خپله را لوېدلې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Missing Context

