آیا رېښتیا هم ټیسلا شرکت داسې موبایل جوړوي، چي نه چارج او نه هم انټرنیټ ته اړتیا ولري؟

False International

له تېرې اونی راهیسي په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک کې داسې افواهات خپریږي، چې ګواکې د ټیسلا بنسټ ایښودونکی او د نړۍ تر ټولو شتمن سړی ایلان ماسک به د همدې ۲۰۲۴ کال په اخیر کې د Tesla Pi په نوم یو نوی او عجیب موبایل مارکیټ ته وړاندې کوي.

د ټولنیزو رسنیو دې کاروونکو د یاد موبایل ځانګړنې هم بیان کړي، چې حیرانوونکي ښکاري او  له ډلې یې د دوو ذکر شویو ځانګړنو یادوونه کوو:

  • د Tesla Pi موبایل چارج کولو ته اړتیا نلري.
  • د Tesla Pi موبایل انټرنییټ پیوستون ته هم اړتیا نلري.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوسټونو بېلګې:

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي، چې ایا رېښتیا هم د ۲۰۲۴ کال په اخیر کې داسې موبایل مارکیټ ته راتلونکی دی او رېښتیا هم ایلان ماسک د ادا ډول موبایل بازار ته د وړاندې کولو هوډ لري؟ راځي د فکټ کریسنډو په دې سپړنه کې یې ولولو او په حقیقت ځان پوه کړو!

رېښتیا څه دي؟

په هر صورت زموږ موندنې ښیي، چې هیڅ کومې اعتبار لرونکې خبري ایجنسۍ، معتبرې ویبپاڼې یا هم خپله د ټیسلا کمپنۍ د پورته ذکر شوي موبایل په اړه داسې کوم څه ندي ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د خپرو شویو افواهاتو ملاتړ ترې وشي. په عموم ډول کله چې داسې کوم انقلابي تولید یا نوښت مارکیټ ته وړاندې کیږي، نو تولید کوونکې کمپنۍ د هغې اعلان کوي.

په همدې اساس پر ځای د دې چې د ټولنیزو رسنیو هغو کاروونکو پر پوسټونو باور وکړو، چې د یو څو لایک او کمنټ لپاره په مکرر ډول دروغ او افواهات خپروي، باید د کمپنیو او اعتبار لرونکو خبري بنسټونو باندې تکیه وکړو. 

د حقېقت څېړنه:

موږ تر ټولو لومړی په رسنیو کې د ذکر شوي موبایل په اړه د شویو ادعاوو اړوند کلیدي توري وپلټل، تر څو لټه وکړو، چې که کومې اعتبار لرونکې رسنۍ دا ډول خبر یا راپور خپور کړی وي، بیا مو د ټیسلا او د ایلان ماسک اکونټونو څخه هم لیدنه وکړه، ځکه چې ټسلا د نړۍ په کچه یوه ستره کمپني ده او ایلان ماسک بیا د نړۍ تر ټولو شتمن کس پیژندل شوی، نو که دا کمپني یا ایلان ماسک کوم نوی تولید مارکیټ ته وړاندې کوي، هرو مرو ده، چې دوی به یې لومړی اعلان کوي. نو موږ هیڅ داسې شواهد پیدا نکړل، چې ګواکې نږدې راتلونکو څو کلونو کې دې هم د دې امکان وي، چې داسې یو موبایل بازار ته وړاندې شي، چې نه هم چارج کولو ته او نه هم د انټرنیټ وصل کیدو ته اړتیا ولري. 

راځئ، چې د لا ډېر پوهاوي په موخه دا خبر په څو برخو کې نور هم واضح کړو.

د سمارټ فون (موبایل) جوړولو کې د ټیسلا لېوالتیا:

که تاسې د Tesla کمپنۍ یا هم د دې کمپنۍ د بنسټګر Elon Musk رسمي ټویټر پاڼه سکرول کړئ، نو تاسې به ونه مومئ چې دوی د موبایل په جوړلو کې کومه لېوالتیا ښودلې وي، د دوی ډېره تکیه د برېښنایي موټرونو، د انرژۍ پر تولیدي مشینګرۍ او ورته نورو خپلواکو انرژیو پر محصلاتو باندې ده. 

ایلان ماسک د ۲۰۲۰ کال ورته خبر په ځواب کې په زغرده ویلي، چې دی د موبایل په جوړولو یا بازار ته وړاندې کولو لېوالتیا نلري. 

Archive

همدا راز له وړاندې هم ایلان ماسک د یو سټیج پر سر خبرو کې یادوونه کړې، چې د موبایل جوړولو کې یې هیڅ لېوالتیا نشته. یوې پوښتنې ته د ځواب په توګه د نوموړي ټکي په دې ډول دي:

«سړیه!، زه ډاډه یم چې موږ باید موبایل جوړ نکړو… د موبایل جوړولو مفکوره ما دې ته جوړوي، چې مړ شم. مګر که داسې وه، چې باید ټیلیفون جوړ کړو، نو موږ به دا کار وکړو، خو هیله ده، چې ټیلیفون جوړ نکړو…». 

Archive

د ټیسلا اوسني او نږدې راتلونکو محصلولاتو ته لنډه کتنه: 

د ټیسلا شرکت تولیدي تسلسل نړۍ ته د دوامدارې انرژي په برخه کار باندې تمرکز دی. دا شرکت په ټوله کې د خپلو بریښنایی موټرو (EVs) لپاره پیژندل شوی لکه ماډل S، ماډل 3، ماډل X، او ماډل Y. سربیره پردې، Tesla شرکت د پاوروال، پاور پیک، محصولاتو په څیر د انرژۍ ذخیره کولو او سولر ټیکنالوژۍ کې پرمختګ او ډېر کار کړی دی. ټیسلا د موټر چلولو خپلواکه ټیکنالوژي هم رامینځته کوي او په راتلونکو پروژو کار کوي لکه د Tesla Semi، د درنو کارونو مخ ته وړونکې بریښنایی لارۍ او داسې نور… (سرچینه). 

پایله: 

ښکاره خبره ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې د Tesla Pi په نوم مارکیټ ته په ذکر شویو ځانګړنو د موبایلونو وړاندې کولو خبرې افواهات دي او هیڅ کومې اعتبار لرونکې خبري ایجنسۍ، معتبرې ویبپاڼې یا هم خپله د ټیسلا کمپنۍ د پورته ذکر شوي موبایل په اړه داسې کوم څه ندي ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د خپرو شویو افواهاتو ملاتړ ترې وشي. په عموم ډول کله چې داسې کوم انقلابي تولید یا نوښت مارکیټ ته وړاندې کیږي، نو تولید کوونکې کمپنۍ د هغې اعلان کوي.

او تر ټولو مهمه دا ده، چې ټیسلا شرکت او یا هم خپله ایلان ماسک د موبایلونو تولید لپاره تر اوسه هیڅ لېوالتیا نده ښودلې او تمرکز یې په دې برخه کې نشته.  

Avatar

سرلیک: آیا رېښتیا هم ټیسلا شرکت داسې موبایل جوړوي، چي نه چارج او نه هم انټرنیټ ته اړتیا ولري؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *