
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روسیې – اوکراین د جګړې یا تمیریناتو یوه ویډیو، چې په کې ښکاري موټریز راکټ لانچر (Multiple Rocket Launcher) څخه استفاده کیږي، له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني طالب وسلوالو ځواکونو له پاکستاني لوري سره پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم کې د رامنځته شوې وروستۍ جګړې پر مهال له دغې درندې اصلحې کار اخیستی.
خو دا چې حقیقت څه دی؟، د فکت کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه په لاندې لینکونو یا (ارشیف) کې وګورئ:

Archive | Facebook Post
Archive | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
دغه ویډیو اصلاً د روسیې – اوکراین د جګړې یا هم (تمریناتو) یوه صحنه ده او د تورخم د جګړې پورې هیڅ تړاو نلري. باید یاده شي چې د دغې ویډیو د اصلي غږ سره د ایډیټ په واسطه پښتو غږ ور زیات شوی دی.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د تورخم په وروستۍ جګړې پورې تړاو نلري؟
موږ د ویډیو څخه څو منظم سکرین شاټونه واخیستل او پر هغوی مو ګوګل ایمیج لټون پرې پلی کړ. موږ ته زیات داسې شواهد په لاس راغلل، چې ښیي دغه ویډیو اصلاً د طالب ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ جګړې پورې هیڅ تړاو نلري.
د (Морально-психологічне забезпечення) په نوم یوې فیسبوک پاڼې همدا ویدیو خپره کړې او د اوکراین د ملي بیرغونو په ګډون یې وروسره لیکلي، د بریا پر لور.

همدا راز یوې بلې فیسبوک پاڼې څخه نوم یې په اوکرایني ژبه دی، هم دغه ویډیو خپره شوې ده او تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.
د ویډیو اصلي غږ کې د پښتو غږونه نشته او یوازې د میزایل د شاټ کولو غږ پکې اوریدل کیږي.
یو بل اوکرایني وګړي هم دغه ویډیو له خپل ایکس څخه خپره کړې او تاسې یې کتلی شئ.
همدا راز موږ ولید چې پر اصلي ویډیو د پښتو غږ (الله اکبر، ماشا الله …) غږ ور زیات شوی دی او تاسې په لاندې توګه توپیر کولی شئ.
که تاسې لېوال یاست چې پر ډیورڼد فرضي کرښه تورخم کې د افغان طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ د وروستۍ جګړې په اړه خبرونه او مالومات ولولئ نو (دلته)، (دلته) او (دلته) یې لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو اصلاً د روسیې – اوکراین د جګړې یا هم (تمریناتو) یوه صحنه ده او د تورخم د جګړې پورې هیڅ تړاو نلري. باید یاده شي چې د دغې ویډیو د اصلي غږ سره د ایډیټ په واسطه پښتو غږ ور زیات شوی دی.

ایا پاکستاني ځواکونو سره تورخم جګړه کې طالبانو رېښتیا هم دغه اصلحه کاروولې؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading