ملا عبدالغني برادر د طالبانو د کابینې رییس الوزرا نه دی ټاکل شوی

False Political

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنۍ خبر خپور کړی چې ګواکې ملا عبدالغني برادر د ملا حسن آخوند پر ځای د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ټاکل شوی دی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي چې د طالبانو په کابینه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ادعا

یو شمېر رسنۍ او د خواله رسنیو کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴ ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې د طالبانو د کابینې په غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن آخوند له دندې لیرې شوې او د هغه پر ځای ملا عبدالغني برادر ټاکل شوی دی.

تاسو کولی شئ چې لاندې ورته فېسبوک پوسټونه وګورئ:

Facebook Post
Archive Post
Facebook Post
Archive Post
Facebook Post
Archive Post 

حقیقت موندنه

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو تویت کې دا ادعا ګانې رد کړي دي.  نوموړي ویلي چې د ریاست الوزرا د مقام تغییر او تبدیل په اړه د ځینو رسنیو اوازې حقیقت نه لري. ده ویلي چې په کابینه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ځینو رسنۍ هم د طالبانو له قوله ویلي چې د رییس الوزرا د لیرې کېدلو اوازې بې بنسټه دي.

بي بي سي راپور/آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن آخوند لیرې شوی نه دی او نه هم د هغه پر ځای ملا عبدالغني برادر ټاکل شوی دی.

Avatar

سرلیک: ملا عبدالغني برادر د طالبانو د کابینې رییس الوزرا نه دی ټاکل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *