د اوربند په اړه د توافق خبر ناسم دی

False Politics

په ځیني خبري او ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې طالبان او امریکا د درې میاشتني اوربند په اړه سره توافق ته رسیدلي دي.

د خبریال وېبپاڼې فېسبوک سکرین شاټ

په خبریال وېبپاڼه کې د ځینو سرچینو په حواله راغلي چې امریکا د یوې طرحې پر بنسټ له طالبانو سره درې میاشتنی اوربند کړی چې له مخې به یې طالبان د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نکوي او د ولسوالیو مرکزونه به نه نیسي.

 د وېبپاڼې د خبر له مخې، دا هوکړه او طرحه په غیري رسمي خبرو کې له طالبانو سره شریکه شوې چې نتیجه یې هم ورکړې او منل شوې ده.

د خبریال وېبپاڼې لېنک

د فېسبوک او تویتر ځیني کاروونکي هم ورته خبر یې پوسټ کړي ګواکې دا چې ښایي په نوي کال کې اوربند وشي. د «ولس غږ» په نوم د فېسبوک پاڼې دا خبر ۷۵۸ ځله شریک یا شییر شوی دی.

د فېسبوک د یوې پاڼې سکرین شاټ

د فېسبوک پاڼې لېنک

د پېښې ارزونه

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم د یوې مرکې له مخې چې له آزادۍ راډیو سره یې کړې ده، دا اوازې یې رد کړي دي. د آزادۍ راډیو د راپور له مخې، طالبانو د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندېز کړې ده، نه د اوربند.

د راپور له مخې، د دوی طرحه کې ویل شوي چې د جګړې ټولې خواوې به عملیات کموي او دغه راز به د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون ټولې مادې عملي کېږي.

د آزادۍ راډیو راپور

د آزادۍ راډیو د راپور لېنک

پایله

کوم خبر چې د ځینو خبري رسنۍ او د ټولنیزو کاروونکو له خوا د اوربند په اړه خپور شوی، ناسم دی. طالبان او امریکا د درې میاشتني اوربند سره یې هوکړه نه ده کړې. په مسکو کې د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز شوې، نه د اوربند.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *