د بررومبررا نارې وهونکي کوچني ماشوم وایرل شوې ویډیو د (Suryavanshi) د ماشم توب نده. 

په ټولنییزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې پکې ښکاري، یو کوچنی ماشوم له خپل پلار سره د هند او اسټرالیا تر منځ د ۲۰۲۰ کال یوې ټیسټ لوبې نندارې پر مهال د هند کرېکټ ستوري بومرا ته غږونه کوي او په خپله کوچنۍ ژبه ورته د «بررومبررا – بررومبررا» نارې وهي.  […]

Continue Reading

دا سړی په دې وروستیو کې د قران کریم د سوځولو په تور نه دی وژل شوی!

د جنورۍ په ۲۱ مه په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته د یوه سویډني ښي اړخي افراطي له خوا د قران کریم د نسخو د سوځولو له بده مرغه پېښې په ټوله نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسلامي ټولنې  دا پېښه غندلې ده.  د مسلمانانو اکثریت […]

Continue Reading

اسټرالیایي کمپنۍ «سي فارم» له طالبانو سره د چرسو د پروسس خبرې رد کړي دي

یو شمېر رسنۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سعید خوستي له قوله راپور ورکړی وو چې طالبان د یوې اسټرالیایي کمپنۍ سي فارم (Cpharm) سره هوکړه کړې تر څو په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د چرسو پروسس پیل کړي.  خو سي فارم اسټرالیایي کمپنۍ ویلې چې دوی نه هم له […]

Continue Reading