په خیبر پښتونخوا سوات سیمه کې د سیلاب له امله وروستۍ پېښه د افغانستان په نوم خپره شوې ده.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د خیبر پښتونخوا سوات سیمې هغه ویډیو له ناسمې ادعا سره خپره کړې، چې د راپورونو له مخې دغلته د وروستیو سیلابونو له امله د یوې کورنۍ 18 غړي یوځای سیلاب ډوب کړل.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دې ویډیو پر سکرین لیکي: «افغانستان کې داسې وسایل نشته، چې دغه بې وزله خلک پرې وژغوري، داسې نظام مو ندی پکار…».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دا ویډیو په افغانستان کې نده ریکارډ شوې، بلکې دا د خیبر پښتونخوا ایالت سوات سیمه ده، چې دغلته د روانې جون میاشتې په ۲۷مه نېټه ۱۸ کسان (ښځېنه، نارېنه، ماشومان) په یوځای سیلاب یووړل.

موږ ولې وایو، چې ویډیو په افغانستان پورې اړه نلري؟

موږ د دې ویډیو او پېښې په اړه زیات راپورونه او شواهد په لاس لرلی شو، چې ښیي دا ویډیو په افغانستان کې نده ریکارډ شوې، بلکې د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د وروستیو راوتلو سیلابونو د مرګونې پېښې ده.

اطلاعات روز ویبپاڼې د دې پېښې په اړه راپور کې لیکلي: خیبرپښتونخوا، سوات کې د سیلابونو د راوتلو له امله ۱۸ تنه ورک دي.

ارشیف

بي بي سي پښتو هم په دې پېښه ویډیو او راپور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ ولسوالیو کې د جمعې ورځې د سختو اورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونه راوتلي، چې له امله یې لږترلږه ۱۶ کسان لاهو شوي دي.

ارشیف

الجزیره انګلیسي څانګې هم له خپل ایکس رسمي اکونټ څخه د سوات د پېښې یاده ویډیو خپره کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو په افغانستان کې نده ریکارډ شوې، بلکې دا د خیبر پښتونخوا ایالت سوات سیمه ده، چې دغلته د روانې جون میاشتې په ۲۷مه نېټه ۱۸ کسان (ښځېنه، نارېنه، ماشومان) په یوځای سیلاب یووړل.

Avatar

په خیبر پښتونخوا سوات سیمه کې د سیلاب له امله وروستۍ پېښه د افغانستان په نوم خپره شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *