ایا د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال د سپین بولدک دروازه ههغسې چې وایرل شوي انځور کې ښکاري، ویجاړه شوې ده؟

International Missing Context

د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو او کړکېچ په لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د سپین بولدک دروازې یو انځور خپور کړی، چې پکې دغه دروازه په زیاته اندازه ویجاړه ښکاري. دوی د یاد انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا د افغانستان-پاکستان په وروستیو کې نښتو کې د دروازې د ویجاړۍ حال دی. فکټ کریسنډو دا موضوع وڅېړله او مالومه شوه، چې د سپین بولدک دروازه په وروستیو کې نښتو کې ویجاړه شوې ده، خو په هغه ډول چې انځور کې ښکاري، نده ویجاړه. 

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دغه کتنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره لیکلي: «دا د سپین بولدک دروازه ده». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دا درسته ده، چې د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال افغان ځواکونو د سپین بولدک دروازه په منفجره موادو زیانمنه کړې ده، خو اصلاً هغه وایرل شوی انځور، چې دغه دروازه په زیاته سلنه یا هم بشپړ ډول ویجاړه ښیي، حقیقت نلري او ښکاري، چې انځور په مصنوعي ځېرکتیا جوړ شوی دی.

موږ ولې وایو، چې د سپین بولدک دروازې ویجاړتیا په تړاو وایرل شوی انځور حقیقت نلري؟

موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې د سپین بولدک دروازه د افغان ځواکونو لخوا ویجاړه شوې ده، خو هغسې نده ویجاړه شوې، څنګه چې په وایرل شوي انځور کې ښکاري. همدا راز موږ ولیدل چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا وایرل شوی انځور کومې معتبرې رسنۍ یا ادرس ندی خپور کړی. هغه انځورونه او ویډیو ګانې چې د سپین بولدک دروازې د ویجاړتیا په اړه د معتبرو رسنیو او ادرسونو لخوا خپاره شوي دي، له وایرل شوي انځور سره توپیر لري، چې تاسې یې بشپړ تفصیل په لاندې وضاحتونو کې لوستلی او کتلی شئ. 

د ملي ټلویزیون پښتو څانګې پر خپله رسمي ایکس پاڼه د اکتوبر په ۱۶مه ماسپښین ۳بجې د همدې دروازې ویډیو راپور خپور کړی او تاسې ویډیو کې کتلی شئ، چې دروازه هغه ډول نده ویجاړه شوې، څه ډول چې په وایرل شوي انځور کې ښکاري. 

ارشیف

همدا راز د ملي تلویزیون یو بل خبریال میرویس رحیمي هم پر خپله فیسبوک پاڼه د کتوبر په ۱۶مه نیټه د سپین بولدک دروازې د حال ویډیو پوسټ کړې، چې تاسې د نوموړي د پوسټ ویډیو او وایرل شوی انځور سره مقایسه کولی شئ.

ارشیف

د دې ترڅنګ د هندوکش غږ په نوم یوې مشهورې فیسبوک پانې هم په عین نېټه د سپین بولدک د دروازې د ویجاړ شوي حال ویډیو پوسټ کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال افغان ځواکونو د سپین بولدک دروازه په منفجره موادو زیانمنه کړې ده، خو اصلاً هغه وایرل شوی انځور، چې دغه دروازه په زیاته سلنه یا هم بشپړ ډول ویجاړه ښیي، حقیقت نلري او ښکاري، چې انځور په مصنوعي ځېرکتیا جوړ شوی دی.

Avatar

ایا د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال د سپین بولدک دروازه ههغسې چې وایرل شوي انځور کې ښکاري، ویجاړه شوې ده؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *