د ډیوې نیازۍ له خوا بهر ته د افغانانو د وېستلو راپورونه ناسم دي

False National

 د «دیوه نیازی» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د مدني او سیاسي فعالې ډيوې نیازۍ او د کام ایر الوتکو انځورونه خپاره کړي دي. دا فېسبوک پاڼه لیکلې چې ګواکې اغلې نیازۍ دو زره ۳۴۰ افغانان له هېواد نه بهر کړي دي. 

د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې دا فېسبوک پاڼه جعلي ده او د ډیوې نیازۍ پورې اړه نه لري. له بلې خوا اغلې ډیوې نیازۍ بهر ته د افغانانو د اېستلو ادعا رد کړې ده.

د «دیوه نیازی» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۹مه لیکلې: «ﺯه مې په ځان وياړم.
نن مى هغه 2340 تنه افغانان له هيواده بهر کړل کومو چې ماسره ځانونه ثبت کړى وه.
او راتلوونکى کې به انشاالله نورو افغانانو ته هم وي‍ﺯى او پاسپورټونه برابر کړم.
تاسو هم غواړى د هيواد څخه بهر امريکا, اروپا, کاناډا, او يا اسټراليا ته لاړ شى نو ماته مسج وکړى.»

دا فېسبوک پست له نورو سره ۱۸۳ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

اغلې ډیوې نیازۍ د خپل اصلي فېسبوک له حساب نه د پورتني فېسبوک پست د سکرین شاټ په اخستلو سره لیکلې: «سلامونه دوستانو هیله ده جوړ به وئ!

تاسې ته خو معلومه ده زما په نوم ډیرې جعلي فیسبوک پاڼې جوړې شوي د لایک او فالورز لپاره ټوله ورځ د درواغو اوازې خپروي هیله ده په دغسې او دې ورته درواغو اوازو باور مه کوئ او مه هم خپل اسناد ورلیږئ له هیواده بهر د افغانانو ویستل دا زما د وس کار نه دی او نه هم زه کوم خیریه بنسټ لرم.»

فېسبوک/آرشیف لېنک

اغلې نیازۍ ویلې چې ځیني خلک د جعلي فېسبوک پاڼو د پوستونو له امله هغې ته کنځلې کړي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو بهر ته د تګ په بهانه د خلکو شخصي مالومات ټولوي او یا هم له خلکو څخه د ویزې په بهانه پیسې را شکوي. 

بهر ته د تګ لپاره باید د بهرنیو هېوادونو رسمي وېبپاڼې وڅارل شي او د هغوی لارښوونې عملي شي. 

پایله

هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې د مدني فعالې ډیوې نیازۍ له خوا یو شمېر افغانان بهر ته وېستل شوي دي. اغلې نیازۍ دا راپورونه ناسم بللي او ویلې یې ده چې نوموړې کوم خیریه بنسټ نه لري چې افغانان بهر ته وباسي.

Avatar

سرلیک: د ډیوې نیازۍ له خوا بهر ته د افغانانو د وېستلو راپورونه ناسم دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *