دې ویډیو کې رونالډو (په دا که هغه) غوراوي کې د کرېکټ لوبغاړي نه، بلکې د خوښې لوبې او (Idols) غوره کوي.

False International

د کریسټیانو رونالډو (دا که هغه) غوراوي یوې ویډیو سره د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګني دې ویډیو کې رونالډو د خپلې خوښي کرېکټ لوبغاړي غوره کړي. خو دا چې اصلي ویډیو کې رونالډو د څه شي ترمنځ د (دا که هغه) غوراوی کړی، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ! 

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له لوري د شوې ادعا پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول مشاهده کړئ:

دوی له دې ویډیو سره لیکلي، چې «د رونالډو د خوښې لوبغاړي» مانا دا ده، چې ګواکې دغه ویډیو کې رونالډو خپل د خوښې کرېکټ لوبغاري په ډاګه کړي.

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د فیسبوک یو شمېر کاروونکو له لوري د رونالډو دغه خپره شوې ویډیو ایډیټ شوې ده او د کرېکټ لوبغاړو انځورونه پکې ور زیات شوي دي. اصلي ویډیو کې رونالډو د کرېکټ لوبغاړو ترمنځ غوراوی، نه بلکې د ورزش لوبو او د خپل (Idols) غوراوی کوي.

موږ ولې وایو، چې رونالډو په دې ویډیو کې د کرېکټ لوبغاړو غوراوی ندی کړی؟

موږ لومړی د رنالډو له رسمي اکونټونو څخه لېدنه وکړه، چې دغه ویډیو مو د نوموړي په رسمي یوټیوب چینل کې پیدا کړه. نوموړي له دې ویډیو سره لیکلي: (Nadal or Djokovic? Box or UFC? NBA or NFL? These are my passions).

Archive

همدا ویډیو په ټیک ټاک کې هم ډېره نشر شوې، چې د (GOAL ARABIA) په نوم ورزشي رسمي اکونټ څخه هم خپره شوې او هلته یې تاسې مشاهده کولی شئ:

@goalar

لأول مرة كريستيانو في لعبة الاختيارات.. ردة فعله تاريخية على سؤال نادال أم جوكوفيتش؟ 🤯🤣 #رونالدو #sportsontiktok #sportstiktok

♬ original sound – GOAL ARABIA – GOAL ARABIA

Archive

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د یو شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري پورته خپره شوې ویډیو ایډیټ شوې ده او د کرېکټ لوبغاړو انځورونه پکې ور زیات شوي دي. اصلي ویډیو کې رونالډو د کرېکټ لوبغاړو غوراوی، نه بلکې د ورزش لوبو او د خپل (Idols) غوراوی کوي.

Avatar

دې ویډیو کې رونالډو (په دا که هغه) غوراوي کې د کرېکټ لوبغاړي نه، بلکې د خوښې لوبې او (Idols) غوره کوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *