مشهور افغان ټیک ټاکر قلیل قلندر، چې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، څو ورځې وړاندې د طالبانو یو غړي او د ټولنیزو رسنیو فعال، چې په «جنرال مبین» مشهور دی او په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر مینوالو تر څنګ مخالفین هم لري، قلیل قلندر ته لایف ویډیو کې اخطار ورکړ. د اخطار دغه صحنه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري ریکارډ شوې ده. په ریکارډ شوې ویډیو کې لېدل کیږي، چې جنرال مبین د ټیک ټاک په لایف کې قلیل قلندر ته اخطار ورکوي، چې نور له انجونو سره لایف رانشي او په ویډیو ګانو کې له هغو خبرو ډډه وکړي، چې د ده په خبره د اسلامي نظام او افغاني کلتور خلاف وي. تر دې اخطار او جنجال وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د قلیل قلندر یوه بله پخوانۍ ویډیو، چې په هغې ویډیو کې قلیل قلندر طالبانو ته ورته لونګۍ په سر کړې او لوی جامې یې اغوستي، له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې قلیل قلندر د جنرال مبین تر اخطار وروسته اوس خپل ژوند بدل کړ او ځان یې هغه ډول جوړ کړ، څنګه چې د طالبانو غړي جنرال مبین ورته ویلي وه.

لومړی د جنرال مبین له لوري د ټیک ټاک په لایف ویډیو کې ټیک ټاکرانو او په ځانګړي ډول قلیل قلندر نومي مشهور ټیک ټاکر ته د اختار ویډیو دلته وګورئ:

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه مشاهده کړئ:

په لاندې پوسټونو کې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کاروونکو د قلیل قلندر له یوې ویډیو سره دا جمله په ټرینډینګ بڼه لېکلې: «د جنرال مبین له اخطار وروسته د قلیل قلندر حالات».

په لاندې پوسټونو کې تاسې نور ورته پوسټونه هم کتلی شئ:


2. پوسټ لینکارشیف لینک

3. پوسټ لینکارشیف لینک

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته وایرل شوې ویډیو چې د فیسبوک کاروونکو خپره کړې، اصلاً د جنرال مبین او د قلیل قلندر تر جنجال پخوا د ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې په ۶مه نېټه خپله د قلیل قلندر له لوري خپره شوې او د جنرال مبین له لوري قلیل قلندر ته د اخطار ورکولو پورې کومه اړه نلري.


د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د دواړو مشهورو ټیک ټاکرانو قلیل قلندر او د جنرال مبین ترمنځ د شوي جنجال په اړه سرچ وکړ او د هغوی ترمنځ د رامنځته شوي جنجال او لایف راتلو نېټه مو وکتله، چې د سپتمبر میاشتې له ۲۰مې نېټې وروسته د دوی ترمنځ دا ترخې خبرې رامنځته شوي. بیا موږ د هغې ویډیو په اړه پلټنه وکړه، چې قلیل قلندر پکې توره لونګۍ په سر کړې او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ادعا ورسره شوې، چې «د جنرال مبین تر اخطار وروسته د قلیل قلندر حالات». موږ وموندله، چې د قلیل قلندر هغه ویډیو چې لونګۍ یې پکې په سر ده او یوه اسلامي ترانه ورسره دوبله شوې، د قلیل قلندر له ټیک ټاک اکونټ څخه یوه میاشت وړاندې د اګسټ میاشتې په ۶مه خپره شوې او له ورکړل شوي اخطار سره کوم تړاو نلري.

تاسې کولی شئ، چې د قلیل قلندر د ټیک ټاک له اکونټ څخه هغه ویډیو مشاهده کړئ، چې نوموړي پکې لونګۍ په سر کړې ده او یوه ترانه، چې اسلامي ټکي پکې ویل شوي، دوبله شوې ده او د ۲۰۲۴ کال تېرې اګسټ میاشتې په ۶مه نېټه خپره شوې، په داسې حال کې چې د جنرال مبین په نوم طالب غړي او مشهور ټیک ټاکر قلیل قلندر سره لایف ویدیو کې جنجال او اخطار د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۰مې وروسته رامنځ شوی دی.


همدا راز کولی شئ، چې لاندې د قلیل په نوم د مشهور ټیک ټاکر اکونټ څخه هم لېدنه وکړئ:


پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کاروونکو ادعا د قلیل قلندر د ویډیو په اړه حقیقت نلري او وایرل شوې ویډیو چې پکې نوموړي لونګۍ په سر کړې او له یوې اسلامي اړخه ترانې سره یې دوبله کړې، اصلاً د جنرال مبین او د قلیل قلندر تر جنجال پخوا د ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې په ۶مه نېټه خپله د قلیل قلندر له لوري خپره شوې او د جنرال مبین له لوري قلیل قلندر ته د اخطار ورکولو پورې کومه اړه نلري.
همدا راز باید یاده، چې لونګۍ او اوږدې جامې د افغاني کلتورونو یوه برخه ده او د لونګۍ یا اوږدو جامو هر اغوستونکی د طالب کېدو په مانا نده او دا هم د یادوولو ده، چې هم قلیل قلند او هم د جنرال مبین په نوم طالب غړی په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر مخالفین او ملاتړي لري.


Claim Review :   قلیل قلندر د جنرال مبین له وېرې ظاهري ژوند بدل کړی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISLEADING