
مایک ټایسن چې یو امریکایي سوک وهونکی دی او ۵۸ کاله عمر لري، څو ورځې وړاندې یې له جیک پاول سره سیالي درلوده، چې په دې سیالۍ کې مایک ټایسن ماتې وخوړه. اوس د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د لوبڅار ټاني ویکس یو انځور خپور کړی، چې په هغه انځور کې د ټاني ویکس لباس په وینو ککړ ښکاري. له دې انځور سره د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې ۲۱ وړاندې د مایک ټایسن وروستۍ لوبې اخیر کې د لوبڅار حالت داسې وو لکه په دې انځور کې چې ښکاري.
دا چې رېښتیا څه دي، نو راځي د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولو!
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په خپلو پوسټونو کې داسې لیکلي: یویشت کاله مخکې کله چې مایک ټایسن خپله وروستۍ لوبه کړي وه د لوبڅار حالت داسې وو.
تاسې لومړی د ټولنیزو رسنیو کاروونکو څو پوسټونه د بېلګې په توګه کتلی شئ:
رېښتیا څه دي؟
د لوبڅار دغه انځور چې لباس یې په وینو ککړ ښکاري د مایک ټایسن په هیڅ کومې سیالۍ پورې تړاو نلري. دغه لوبڅار ټاني ویکس نومیږي او خپور شوی انځور یې د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشتې هغې لوبې دی، چې Badou Jack او Marcus Brown یو بل په بې رحمه دول ټپیان کړي وه او سیالي د Brown په ګټه اعلان شوې وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ په ساده توګه په خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او وموندله، چې دا انځور اصلاً د مایک ټایسن په کومې لوبې پورې تړاو نلري، بلکې دا ۲۰۱۹ کال Badou Jack او Marcus Brown لوبې دی.
د Getty Images ایجنسي د Badou Jack او Marcus Brown همدې لوبې او د ټاني ویکس انځور خپور کړی، چې تاسې یې مشاهده کولی شئ.
د THE BENCH WIRE په نوم یوې ورزش اړوند ویبپاڼې هم همدا انځور خپور کړی، چې تاسې یې راپور لوستلی او انځور کتلی شئ، هلته هم د مایک ټایسن کومه یادوونه نده شوې.
همدا راز د imgur په نوم ویبپاڼې واضح لیکلي چې، د Badou Jack او Marcus Brown لوبې وروسته د باکسینګ ریفری ټاني ویکس د تېرې شپې حالت.
که تاسې لېواله یاست، چې د Jack vs Browne لوبه ننداره کړئ، نو هلته به دا هم وګورئ، چې سیالي په مایک ټایسن پورې اړه نلري.
پایله:د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د لوبڅار ټاني ویکس دغه انځور چې لباس یې په وینو ککړ ښکاري د مایک ټایسن په هیڅ کومې سیالۍ پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشتې هغې لوبې دی، چې Badou Jack او Marcus Brown یو بل په بې رحمه ټوګه ټپیان کړي وه او لوبه د Brown په ګټه اعلان شوې وه.

ایا رېښتیا هم کله چې ۲۱ وړاندې مایک ټایسن خپله وروستۍ لوبه کړې وه، د لوبڅار حالت داسې وو لکه په دې انځور کې چې ښکاري؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False