ایا رېښتیا هم راشد خان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان سره شخړه کړې؟

International Partly False

د روان ۲۰۲۴ کال نومبر په یوولسمه افغانستان له بنګله دیش سره د درې یو ورځنۍ کرېکټ سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کړه، چې دغه سیالي افغان کرېکټ ملي لوبدلې وګتله او په دې سره افغانستان د درې یو ورځنۍ سیالیو یاد سیریز هم په خپل نوم کړ. د لوبې تر ګټلو وروسته د راشد خان یو انځور او ویډیو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لخوا له دې ادعا سره  خپریږي، چې ګواکې راشد خان د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان سره لانجه کړې او نصیب خان ته په غوسه شوی دی.  دا چې ایا رېښتیا هم د راشد خان او د کرېکټ بورډ د اجراییه رییس نصیب خان ترمنځ کومه شخړه شوې ده او کنه؟ دلته یې ولولئ!

د ټولنیزو رسنیو د یو څو کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول کتلی شئ:
دوی له دې ویډیو سره داسې لیکلي: «راشد خان د سیریز په پایلوبه کې په اجرائيه رئیس نصیب خان په قهر شوی او سم یې د خلکو مخامخ څنډلی او رټلی».

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان او د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان ترمنځ هیڅ شخړه نده رامنځته شوې، بلکې راشد خان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان سره په میدان کې له امنیتي مسوولینو د شکایت خبرې کولې. خپله نصیب خان په یوه کلیپ کې ویلي، چې هلته میدان کې امنیتي مسوولینو د راشد خان د فامیل غړو ته اجازه نه وه ورکړې، چې لوبغالي ته راښکته شي، نو په همدې خاطر راشد خان غوسه وو. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ د یادې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، چې هیڅ داسې رسمي خبر مو پیدا نکړ. بیا موږ خپله د افغان کرېکټ بورډ اجراییه رییس کلیپ پیدا کړ، چې ورزشي خبریال داورګل ناصري خپور کړی وو. په دې کلیپ کې هغه د یادې صحنې په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یي دي، چې اصلاً میدان کې امنیتي مسوولینو د راشد خان د فامیل غړو ته اجازه نه وه ورکړې، چې لوبغالي ته راښکته شي، نو په همدې خاطر راشد خان غوسه وو. 

تاسې کولی شئ، چې د افغان کرېکټ بورډ اجراییه رییس کلیپ واورئ، چې نوموړي د ټولنیزو رسنیو هغه ادعا رد کړې، چې ګني د راشد خان او د ده ترمنځ دې کومه شخړه یا لانجه رامنځته شوي وي:

Archive

همدا راز نصیب خان له پښتو بي بي سره هم په یوه مرکه کې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده، چې تاسې یې د مرکې په ۲۳مې دقېقې او ۵۵ ثانیو وروسته خبرې اورېدلی شئ او په همدې موضوع یې خبرې کړي دي. 

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان او د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان ترمنځ هیڅ شخړه نده رامنځته شوې، بلکې راشد خان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان سره په میدان کې له امنیتي مسوولینو د شکایت خبرې کولې. خپله نصیب خان په یوه کلیپ کې ویلي، چې هلته میدان کې امنیتي مسوولینو د راشد خان د فامیل غړو ته اجازه نه وه ورکړې، چې لوبغالي ته راښکته شي، نو په همدې خاطر راشد خان غوسه وو.

Avatar

ایا رېښتیا هم راشد خان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان سره شخړه کړې؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *