یوه پخوانۍ ویډیو په پاکستان کې د تازه بریدونو له ادعا سره خپره شوې. 

International Misleading

دا چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې او پر ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو (اسلامي‌ امارت) او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي، نو اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په پاکستان کوټه ښار  کې د ۲۰۲۳ کال یوې بمي چاودنې ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني دا په پاکستان کې تازه پېښه شوې او تازه صورت حال دی.

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاوونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ.

Archive | Facebook Post

Archive | X – Post

Archive | X – Post

رېښتیا څه دي؟

دغه ویډیو په پاکستان کې د کومې تازه پېښې نده، بلکې دا چاودنه د ۲۰۲۳ کال فبروري میاشت کې د کوټې ښار کې رامنځته شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې د چاودنې دغه ویډیو تازه نه، بلکې د ۲۰۲۳ کال ده؟

موږ لومړی په انټرنیټي سرچ انجنو کې د شوې ادعا په اړه کلیدي توري وپلټل تر څو په پاکستان کې له تازه صورت حال خبر شو. بیا موږ د ذکر شوې ویډیو یو منظم سکرین شاټ په ګوګل سرچ ایمیج کې وپلټلو او ډېر شواهد مو ترلاسه کړل.

موږ همدا ویډیو د (The Balochistan Post – English) پر رسمي ایکس پاڼه پیدا کړه، چې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې په ۵مه نېټه یې خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي چې کوټه ښار کې د پولیسو یو مرکز ته څېرمه درنه چاودنه شوې ده.

د (THE NEW INDIAN EXPRESS) ویبسایټ هم دغه خبر راخیستی او ورسره یې لیکلي، چې د پاکستان په کوټه کې بمي چاودنې پنځه تنه ژوبل کړي دي. 

هندوستان ټایمز هم د کوټې په یادې پېښې ویډیو راپور خپور کړی چې په لاندې توګه یې کتلی شئ:

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه ویډیو په پاکستان کې د کومې تازه یا اوسنۍ پېښې نده، بلکې دا چاودنه د ۲۰۲۳ کال فبروري میاشت کې د کوټې ښار کې رامنځته شوې وه.

Avatar

یوه پخوانۍ ویډیو په پاکستان کې د تازه بریدونو له ادعا سره خپره شوې. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *