د PTM مشر منطور پښتین له جوبایډن سره لېدنه نده کړې.

False International

په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور له دې ادعا خپور شوی چې د بشري حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې وروستیو کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره کتلي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک  ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې ادعا سره، چې ګواکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لېدنه کړې، یو ایډیت شوی او جعل انځور خپور کړی.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې  په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې د منظور پښتین او جوبایډن یو ایډیټ شوی انځور د دروغو له ادعا سره خپور شوی او د منظور پښتین او د امریکا د ولسمشر جوبایډن لېدنه نده شوې.

د حقیقت څېړنه:

که څه هم په ښکاره ډول دغه انځور جعلي ښکاري، خو بیا هم موږ لومړی په انټرنیټ سرچ انجنو کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، چې هیڅ داسې خبر یا راپور مو پیدا نکړ او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې په پایله کې مالومه شوه، چې انځور اصلاً ایډیټ شوی دی.

دلته تاسو د ریښتیني انځور او ایډیټ شوي انځور ترمینځ روښانه توپیر لیدلی شئ.

جعلي انځور

اصلي انځور

اصلي انځور هغه مهال اخیستل شوی کله چې ولسمشر جوبایډن په ۲۰۱۶ کال کې عراق ته سفر کړی و او هغه مهال یې د امریکا د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله.

Wikimedia.org  Archived Link

Rise to Peace  Archived Link 

 پایله:

په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې د منظور پښتین او جوبایډن یو ایډیټ شوی انځور د دروغو له ادعا سره 

خپور شوی او د منظور پښتین او د امریکا د ولسمشر جوبایډن لېدنه نده شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *