په پکتیکا ولایت کې د زلزلې پخوانۍ ریکارډ شوې ویډیو د کنړ د وروستۍ زلزلې په نوم خپره شوې ده!

National Partly False

تېره شپه ناوخته د کنړ، لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو په شمول د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په نسبي ډول سخته او زوروره زلزله وشوه، چې تر دا مهال د رسمي شمېرو له مخې یوازې په کنړو ولایت کې تر ۸۰۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان دي. د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا چې د ځینو سیمو د مرګ ـ ژوبلې کره شمېر لا هم ندی په ډاګه چې د امکان په صورت کې ممکن د مرګ – ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی رامنځته شي.

د دې خبرونو سره سم د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري ډېر شدت سره د زلزلې یوه ویډیو ریکارډ شوي ده. د ټولنیزو رسینو یاد شمېر کاروونکو دغه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني دا په کنړ کې د وروستۍ زلزلې یوه صحنه ده، په داسې حال کې چې خپره شوې ویډیو اصلاً د ۲۰۲۲ کال ده او په کنړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې سره کوم تړاو نلري. 

فکټ کریسنډو دا موضوع څېړلې او تاسې یې لوستلو ته رابولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دغې ویډیو په سره لیکلي: «کنړ کې د زلزلې شدت …»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

که څه هم د افغانستان د کنړ ولایت په شمول شاوخوا ولایتونو کې تازه سخته زلزله شوې او ګڼ شمېر خلکو ته پکې مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو هغه ویډیو چې «په کنړ ولایت کې د وروستۍ زلزې شدت» تر ادعا لاندې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو خپره کړې، اصلاً پخوانۍ ده او په کنړ ولایت پورې مربوط نده.

دا ویډیو په ۲۰۲۲ کال پکتیکا ولایت کې ریکارډ شوې وه، چې هغه مهال هم سخته زلزله شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري دغه ویډیو پخوانۍ ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې همدا ویډیو موږ د CGTN پر ویبسایټ له یو راپور سره وموندله.

دوی له دې ویډیو او خبر سره، چې د ۲۰۲۲ کال جون میاشتې په ۲۴مه خپور شوی، لیکلي: دا د څارنې ویډیو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ پکتیکا ولایت کې زلزله ښیي.

ارشیف

همدا راز د CGTN پر رسمي یوټیوب چینل هم همدا ویډیو د ۲۰۲۲ کال جون میاشت کې خپره شوې، چې تاسې یې په لاندې ډول کتلی شئ:

ارشیف

که تاسې غواړئ په کنړ ولایت او شاوخوا سیمو کې د وروستۍ سختې زلزلې په اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وروستی خبري کلیپ واورئ، نو لاندې توګه باندې یې کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. دا ویډیو اصلاً په ۲۰۲۲ کال پکتیکا ولایت کې ریکارډ شوې وه، او په کنړ ولایت پورې اړه نلري.

Avatar

په پکتیکا ولایت کې د زلزلې پخوانۍ ریکارډ شوې ویډیو د کنړ د وروستۍ زلزلې په نوم خپره شوې ده! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *