
په ټولنیزو رسنیو کې دا انځور له بېلا بېلو ادعا ګانو سره خپور شوی دی. په دې وروستیو کې د دې انځور په خپرولو سره ادعا شوې چې ګواکې دا د هغه ښځینه فعالې انځور دی چې په لاریون کې د ګډون له امله د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوې ده.
له دې سره سره، یوه بل فېسبوک پسټ وایي چې دا نجلۍ په ټیلیفون کې له نارینه سره د خبرو کولو له امله وهل شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

په فېسبوک پسټ کې لیکل شوي چې دا نجلۍ ځکه وهل او ټکول شوې چې له کوم هلک سره یې ټیلیفوني خبرې کولې.
خو په تویتر کې دا عکس له دې ادعا سره خپور شوی چې ګواکې یوه ښځینه فعالې په مظاهره کې د ګډون له امله د طالبانو له خوا وهل او ځورول شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې ټویټ وګورئ:


راشئ چې په اصلي حقیقت باندې پوه شو:
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور باندې څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د پاکستان د یوې نرښځې پورې اړه لري.
زمونږ د څېړنو پر اساس، دا نرښځې د یوه پروګرام له تر سره کولو څخه وروسته د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده. د پاکستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دا انځور د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۷مه خپور کړی دی.
د تویتر یوه پاکستانی کاروونکي د دغه انځور په خپرولو سره لیکلي چې دا نرښځې د منصور خان په نوم د یوه کس له خوا یوه پروګرام ته بلل شوې وه. تر هغې وروسته دا نرښځې د منصور خان له خوا د سخت فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې ټویټ وګورئ:


څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانې په لاریون کې برخه اخستې وې چې وروسته بیا نادرکې شوې.
طالبانو هغه مهال ویلي وو چې ګواکې ښځینه فعالانې د دوی له خوا نه دي نیول شوې. خو نړیوالې ټولنې او د دغو ښځو کورنۍ پړه پر طالبانو اچولې وه.
د یادولو ده چې یو شمېر ښځینه فعالانې بېرته خوشې شوې دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یو تویت کې ویلي: « څلور افغان ښځینه فعالانې چې د اوږدې مودې لپاره د دوی ځای او خوندیتوب څرک مالوم نه وو، له خپلوانو سره یو ځای د چارواکو له خوا خوشي شوي دي.
یوناما د هر افغان د حقونو خوندیتوب غوښتنه کوي.»
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د یوې پاکستانۍ نرښځې انځور چې وهل او ټکول شوې ده، د مظاهره کوونکې ښځې په توګه له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی.
دا د یوې پاکستانۍ نرښځې انځور دی چې پخوا د یوه پروګرام پر مهال په پاکستان کې وهل او ټکول شوې وه.

سرلیک: ایا دا د ښځینه فعالې انځور دی چې ادعا شوې ګواکې د طالبانو له خوا وهل شوې او یا په ټیلیفون کې له کوم هلک سره د خبرو له امله؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False