دغه ویډیو د یران لخوا د وژل شویو افغان کډوالو نه، بلکې په اسټریا (ویانا) کې د اقلیمي اعتراضونو ویډیو ده.

False International

که څه هم ایران نده منلې، چې دوی په دا وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال وژلي وي، خو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴ کال اکتوبر په ۱۵ د ایران په کلګان سیمه کې ایراني ځواکونو په ډله ییزه توګه له ۲۶۰ څخه تر ۳۰۰ افغان کډوال وژلي. د دې پېښې په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخوانۍ او بې تړاوه ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکیوه د اسټریا (ویانا) ښار یوه ویډیو چې په هغې کې ښکاري یو شمېر خلکو د اعتراض په توګه د مړو بوجۍ اغوستي، اوس په ټولنیزو رسنیو کې له دې ادعا سره خپریږي، چې ګواکې په ایران کې د وژل شویو افغان کډوالو ده او له ډلې یې یو مړی را ژوندی شوی دی.

تاسو کولۍ شۍ داسې يو فېسبوک پوسټ دلته وګوری؛ 

د فېسبوک کارکوونکي ادعا کړې ده ”په ایران کې د ۳۰۰ وژل شوو افغانانو جسدونه بیا را ژوندي شوي.”

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

خو دغه ویډیو د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو د ډله ییزې وژنې له پیښې سره هیڅ تړاو نه لري او په اصل کې ویډیو په ۲۰۲۲م کال کې په اسټریا ویانا کې د اقلیم د اعتراض برخه وه.

د حقیقت څېړنه:

د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډولو ډله ییزې وژنې په اړه ډیرو رسنیو راپورونه ورکړي، خو افغان حکومت (طالبانو) د دې موضوع د څېړنې خبر ورکړی او ایران بیا د فغان کډوالو ډله ییزې وژنې دا ادعا رد کړې ده.

Iranintl  

موږ د ویډیو په کلیدي برخو (سکرین شاټونو) د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ویډیو په حقیقت کې څو کاله پخوانۍ او بې تړاوه ده.

موږ وموندله، چې د دغې صحنې ویډیو راپور د OE24 نومې یو خبري چینل له لوري په ۲۰۲۲ کې خپور شوی دی، چې د دوی د راپور له مخې دا یوه اعتراضي ویډیو وه.

OE 24  آرشيف لینک

پایله

له پورتنیو څېړنو څرګندیږي، چې دغه ویډیو په ډله ییز ډول د افغان کډوالو په وروستۍ موضوع پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دا ویډیو په ۲۰۲۲ کال د اسټریا په ویانا ښار کې د اعتراض کوونکو ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *