
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو په پاکستان څخه د نېول شویو قاچاقي توکو بار موټرونو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی دی، چې ګواکې دا تازه د هلمند په بهرامچه سیمه کې ۴۰ هغه نېول شوي ډک موټرونه دي، چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته توکي را وارېدول او ونیول شول. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې خپور شوی انځور پخوانی دی.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي: «تازه د هلمند بهرامچې سیمه کې ۸۱ کسان د ۴۰ بار موټرو سره نیول شوي، چې پاکستاني توکي یې را وارېدول…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. که څه هم انځور له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاقي توکو نیول شویو موټرونو دی، خو تازه د ۲۰۲۵ نه، بلکې د ۲۰۲۳ کال دی، چې هغه وخت د ګمرکونو د عمومي ریاست د څار کمېسیون قاچاق شوي توکي کشف او ضبط کړي وو.
موږ ولې وایو، چې دغه وایرل شوی انځور اوسنی یعني د ۲۰۲۵ کال ندی؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور څه کم دوه کاله پخوانی دی او همدا راز هغه څه چې ادعا شوې ده بشپړ حقیقت نلري.
د افغانستان د مالیې وزارت همدا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی. دوی د دې راپور په تفصیل کې داسې لیکلي دي:
د هلمند ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ګمرکونو د عمومي ریاست د ګرځنده څارنې افسرانو (۸۸۱) کارتنونه روب، (۷۴۴۰) کیلوګرامه ګوړه، (۲۳۰۰) کیلوګرامه چاکلیټ، درې بې اسناده موټرونه او (۳۱) جاپاني هونډا موټرسایکلونه کشف او ضبط کړل. پورته ذکر شوي توکي هغه وخت ونیول شول کله چې قاچاق وړونکو هڅه کوله چې د پټو لارو له لارې هیواد ته قاچاق وکړي.

همدا راز د افغانستان د مالیې وزارت پر ویبسایټ انګلیسي څانګه کې هم دا انځور له عین راپور سره په عین تاریخ خپور شوی دی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې که څه هم انځور له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاقي توکو نیول شویو موټرونو دی، خو تازه د ۲۰۲۵ نه، بلکې د ۲۰۲۳ کال دی، چې هغه وخت د ګمرکونو د عمومي ریاست د څار کمېسیون قاچاق شوي توکي کشف او ضبط کړي وو.
Title:هلمند کې له پاکستان څخه د را وارېدوونکو قاچاقي توکو نېولو په اړه پخواني انځورونه خپاره شوي دي.
Fact Check By: Fact Crescendo TeamResult: Misleading

