د سپټمبر په ۱۸مه د فیسبوک یو شمیر کاروونکو له دې ادعا سره چې ګواګې ننګرهار کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونه شوي دي، پخواني انځورونه هم خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې ننګرهار کې امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ندي کړي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آآرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د امريکا یي ځواکونو د افغانستان ننګرهار ولایت هوایی میدان باندی بريد ترسره کړی.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو لخوا په ننګرهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي او دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې او انځورونو خپرول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک د یاد کاروونکي لخوا د ادعا څېړلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلېمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په ننګرهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او که نه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځورو د د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. موږ په ننګرهار ولایت کې د داسې کومې پېښې په اړه د رسنیو هیڅ راپور پیدا نه کړ او موږ دا هم وموندله چې خپاره شوي انځورونه هم پخواني او بې تړاوه دي.

لومړی انځور:

موږ د ګوګل ایمیج سرچ په واسطه وموندله چې لومړی انځور شاوخوا یو کال وړاندې د ګلوبل هپینینز په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی او ورسره لیکل شوي دي، چې د امريکا پوځ غواړي له چين سره د زرګونو بې پيلوټه الوتکو په مرسته ځان برابر کړي.

Global Happenings Archived Link

دوهم انځور:

دوهم انځور هم پخوانی دی او د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د سیکانو په عبادت ځای باندې له یوه وژونکي برید وروسته اخیستل شوی و.

بي بي سي پښتو آرشيف لینک

TRT World آرشيف لینک

پایله:

د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونوالوتکې لخوا ننګرهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

Claim Review :   په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو لخوا په ننګرهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي
Claimed By :  Social Media users.
Fact Check :  FALSE