د کندهار په ولايت کې د چاودنې  له جعلي ادعاوو سره پخوانی عکسونه شریک شوي.

Misleading National

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو یو څو عکسونه شریک کړي او ادعا کړې چې د کندهار په ولایت کې چاودنه شوې ده.

فېسبوک پوسټ   آرشيف لینک 

د فیسبوک پوسټ ادعا کوي: د کندهار په ولایت مقام کي درنه چاودنه سوې ده.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي 

چې په کندهار کې چاودنې له جعلي ادعاګانو سره پخواني عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې شريک شوي.

 راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!

د حقیقت معاینه:

 موږ د چاودنې د ادعا په اړه د مستند رسنیو راپورونو په لټه کې خپلې پلټنې پیل کړې.  موږ ولیدل چې په کندهار کي داسې کوم چاودنې په باره هېڅ رسنيو راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ ترڅو د شریک شوي عکس شاته حقیقت ومومي او وموندله شریک شوي عکسونه پخواني دي او په کندهار کې له کومې  وروستي پیښې سره تړاو نه لري.  

لومړی عکس

د ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره، موږ وموندله چې لومړی عکس پخوانی دی او ورته عکس د ۲۰۲۲ کال د می په ۱۸ په کابل کې په یوه ګوردواره کې له چاودنې وروسته کلیک شوی و.

Telegraph  Archived Link 

     

دوهم عکس

دویم عکس هم پخوانی دی ادا عکس وروسته له هغه اخیستل شوی چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۶مه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل کې د دوو جلا جلا چاودنو وروسته لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

Iqna.ir  آرشيف لینک  

پايله: 

له همدې امله، د پورتنۍ څیړنې څخه دا روښانه ده چې په کندهار ولایت کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخواني او بې بنسټه عکسونه له ګمراه کوونکو ادعاوو سره شریک کیږي. د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کونکي دي.

Avatar

سرلیک: د کندهار په ولايت کې د چاودنې له جعلي ادعاوو سره پخوانی عکسونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *