پخوانی انځور د افغانستان د سمنګان ولایت په جومات کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک شوی دی.

Misleading National

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د سمنګان ولایت د ایبک ښار په مرکز کې د جوی زنده جومات کې چاودنه شوې ده.

خو، د ټولنیزو رسنیو (فېسبوک)  ځینو کاروونکو  سمنګان کې پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو او پخواني او بې تړاو انځور شریک شوي دې. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک کاروونکی ليکي:

“سمنګان ولايت کی یو مسجد کی جمعی لمانځه کی چاودنه شوی.

مونږ سره اوسۍ نور معلومات وروسته درکوو.”

  په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې په سمنګان ولايت کي په پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو يو پخواني او غير تړاو انځور شويک شوي. 

د حقیقت معاینه

موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو لټون وکړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو د هغو ادعاوو ریښتیني والی ومومو چې ايا رښتيا په سمنګان کې داسې کومه چاودنه وشوه. 

د رسنيو راپورونو له مخې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې دوو کسانو د “شخصي شخړې” له امله د لمانځه پر مهال په جومات کې لاسي بم وغورځاوه.

Afintl.com فېسبوک پوسټ  

د نورو څېړنو لپاره، موږ په شریک شوي انځور کې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوی انځور زوړ دی. ورته انځور د خبرونو لخوا خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د کابل په وزیر اکبر خان جومات کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.

خامه پرس آرشيف لینک 

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او په سمنګان ولايت کي په پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو يو پخواني او غير تړاو انځور شويک شوي. 

Avatar

سرلیک: پخوانی انځور د افغانستان د سمنګان ولایت په جومات کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک شوی دی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *