پخواني انځورونه په کندهار کې وروستي  پاکستاني بریدونو په تړاو شریک شوي. 

International Partly False

رسنيو راپورونو وینا، پاکستان د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د افغانستان په کندهار ولایت کې هوايي برید وکړ.

خو، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په کندهار کې د پاکستاني بریدونو په توګه زاړه او غیر اړونده انځورونه شریک کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یوه داسې پوسټ وګورئ:

آرشيف لینک  فېسبوک پوسټ

د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) پوسټ ادعا کوي چې پاکستان په کندهار مقام کې بریدونه کړي.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې پخواني انځورونه په کندهار کې د پاکستاني بریدونو په تړاو شریک شوي دي.

د حقیقت څيړنه 

موږ د ټولنیزو رسنیو له لوري دغه وروستي خپاره شوي انځورونه په ګوګل ایمیج و پلټل او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم په ګوګل کې سرچ کې کړل، د رویټرز په وینا، پاکستان د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د افغانستان په کندهار ولایت کې هوايي برید وکړ.

پورته انځورونه موږ په ترتیب سره په لاندې توګه موندلي دي، چې په کندهار کې پاکستاني څخه نه یوازې  بې تړاوه دي، بلکې ډېر پخواني هم دي. 

لومړی انځور

د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی انځور پخوانی دی او په کابل کې شوې کومې وروستي ډرون  بريد څخه نه دی. 

د ټایمز ناو لخوا د خپرې شوې یوې خبرپاڼې له مخې، دا انځور د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په ګاونډ کې د بمي چاودنې وروسته اخیستل شوی، چې په عمده توګه شیعه مسلمانان پکې میشت دي او د اقلیت هزاره ټولنې کور دی.

VOA NEWS  

دوهم انځور

دویم انځور  هم پخوانی دی چې یک تلویزیون په خپله رسمي ایکس پاڼه ۲۰۱۵ کال کې خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: ”انفجار نیرومند بوده و گفته می شود که مهاجم انتحاری دو موتر زرهی حامل مقام های دولتی را هدف قرار داده است. ”

Avatar

پخواني انځورونه په کندهار کې وروستي پاکستاني بریدونو په تړاو شریک شوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *