په کندهار کې امريکايي ډرون بریدونو دروغ  ادعا سره پخوانی انځور شریک شوی. 

False National

د فیسبوک یو شمیر کاروونکو له دې ادعا سره چې ګواګې په کندهار کې د امریکایي ځواکونو له لوري ډرون بریدونه شوي دي، پخواني انځور هم خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې کندهار کې امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ندي کړي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د څو شیبی وړاندی کندهار مرکز باندې امریکایی لخوا ډرون بريد شوی.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو الوتکې لخوا کندهار ولایت کې ډرون برید شوی، دروغ دي او ورسره شریک شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک کاروونکو لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر شریک شوی انځور د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په کندهار ولایت کې د داسې کومې پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه شریک شوي انځور اوسنی دی.

د انځور په اړه لاندې ولولئ او وګورئ:

لومړی انځور

 د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی انځور پخوانی دی او په کابل کې شوې کومې وروستي ډرون  بريد څخه نه دی. 

د ټایمز ناو لخوا د خپرې شوې یوې خبرپاڼې له مخې، دا انځور د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په ګاونډ کې د بمي چاودنې وروسته اخیستل شوی، چې په عمده توګه شیعه مسلمانان پکې میشت دي او د اقلیت هزاره ټولنې کور دی.

X  آرشيف لینک 

VOA News 

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ډرون لخوا کندهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره شریک شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی.

 کلیدي کلمې:

هوایي برید، کندهار، افغانستان

Avatar

په کندهار کې امريکايي ډرون بریدونو دروغ ادعا سره پخوانی انځور شریک شوی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *