د اسراییلو او حماس د جګړې پخواني انځورونه په پاکستان باندې هند د بې پیلوټه الوتکو برید په توګه شریک شوي دي.

False International

په غزه کې د اسراییلو او حماس د جګړې او ویجاړۍ څو کاله زاړه انځورونه په پاکستان کې د هند د وروستیو ډرون بریدونو په توګه په غلط ډول شریک شوي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د فېسبوک کارکوونکي ادعا کوي چې ګواکې هند په پاکستان باندې ډورن-بريدونه شروع کړل. 

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیوکې پخواني انځورونه پر پاکستان وروستي هدني ډرون بريدونو ادعاوو سره شریک شوي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک کاروونکي لخوا د ادعا د تایید لپاره، د فېسبوک کارکوونکو لخوا شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځورونو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ او موږ وموندله چې اسراییل حماس جګدې پخواني انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي.

لومړی انځور

د لومړي انځور په اړه د ګوګل ریورس امیج سرچ په کارولو سره موږ وموندله چې دا انځور څو کاله زوړ دی او د هند او پاکستان د وروستیو تاوتریخوالو سره هیڅ تړاو نلري. د عرب نیوز په نوم د یوې خبري ویب پاڼې په وینا، دا انځور د جولای په ۲۰، ۲۰۱۸ کې اخیستل شوی و چې د اسراییلو د بمبارۍ پرمهال په غزه ښار کې د اور ګولۍ چاودنه ښیي.

عرب نيوز  آرشيف لینک

Wsj.com آرشيف لینک

دوهم انځور 

د دویم انځور په اړه د ګوګل ریورس امیج سرچ په کارولو سره، موږ وموندله چې دوهم انځور هم شاوخوا لس کاله زوړ دی او د ۲۰۱۵ کال د می په ۳ مه د العربیه په نوم د خبري ویب پاڼې لخوا خپور شو او شریک شوی انځور په غزه کې د اسراییلي بریدونو وروسته اخیستل شوی و.

العربية  آرشيف لینک 

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیوکې پخواني انځورونه پر پاکستان وروستي هدني ډرون بريدونو ادعاوو سره شریک شوي

کلیدي کلمې:

هند، پاکستان، پهلګام، ترهګریز برید،

Avatar

د اسراییلو او حماس د جګړې پخواني انځورونه په پاکستان باندې هند د بې پیلوټه الوتکو برید په توګه شریک شوي دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *