
د جون په ۲۲مه متحده ایالاتو د پټو بم غورځونکو او دقیق لارښود توغندیو په کارولو سره د ایران په دریو لویو اټومي ځایونو – فورډو، نتانز او اصفهان – هوایي بریدونه پیل کړل. پنټاګون ادعا وکړه چې دې عملیاتو د ایران اټومي زیربنا ته “سخت زیان” ورساوه، پداسې حال کې چې تهران دا برید د جګړې عمل وباله او د غچ اخیستلو ژمنه یې وکړه.
د الجزیرې په وینا، ایران وايي د امریکا بریدونه د ډیپلوماسۍ سره خیانت دی، او د پایلو خبرداری یې ورکړی
خو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پخواني انځورونه د غلطو ادعاوو سره شریک کړی چې ایران په دې وروستیو کې په امریکایي اډو هم بريدونه کړی دی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د ټولنیزو رسنیو پوسټ ادعا کوي چې ګواکې ایران همدا اوس په امريکايي هډو بريدونه پيل کړ.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي او پخواني او غیر اړونده انځورونه په غلط ډول پر امريکايي اډو وروستي ايراني بریدونو په توګه شریک شوي.
د حقیقت معاینه
د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا د “مېډنایټ هامر” عملیاتو په لړ کې د ایران په دریو اټومي ځایونو، فردو، نطنز او اصفهان هوايي بریدونه وکړل.

سربېره پردې، موږ په ټولو شریک شویو عکسونو کې د ګوګل ریورس لټون تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوی عکس زوړ دی او همدارنګه د ایران لخوا د امریکایی اډو د برید په اړه هیڅ خبر نه دی ورکړل شوی.
لومړی انځور
د شریک شوي عکس په اړه د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې عکس زوړ دی او د نیوز وایر په نوم د خبرونو ویب پاڼې لخوا د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د اسراییلي حماس شخړې او په غزه کې د وضعیت په شرایطو کې خپور شوی و.

دوهم انځور
موږ په دوهم انځور کې د ګوګل ریورس انځور لټون تطبیق کړ او وموندله چې دوهم انځور هم د امریکا په اډو باندې د ایران د وروستیو ادعا شویو بریدونو سره تړاو نلري. د forbes.com په وینا، انځور د امریکایی F-15EX Eagle II و او مقاله د جون په ۲۰۲۱م کې خپره شوه.

دریم انځور
دریم انځور د امریکا د B-2 بم غورځونکو الوتکو دی، چې په دې وروستیو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره هم کارول شوي وو.

څلورم انځور
د څلورم انځور په اړه د ګوګل ریورس انځور لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دا انځور هم د ایران د وسلو په اړه بحث نه کوي چې زموږ پر اډو برید کوي، مګر دا انځور د روسیې د هوايي ځواک Su-35S دی.

پایله
نو له همدې امله نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي
کلیدي کلمې
امریکا، ايران، اسراییل، روسیه.

ایران لخوا پر امريکايي اډو بريدونو په ادعا پخواني انځورونه شریک شوي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading