
د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ځینو کاروونکو دوه پخواني انځورونه له دې درواغ ادعا شریک کړی چې ګواکې د پاکستان په پیښور کې یوه مرګونې چاودنه شوې چې ډېر کسان یې وژلي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي “پیښور ښار کې درنه چاؤدنه شوې چې له امله ډېر کسان وژل شوي. “
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې خو د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکي دي ځکه چې پخواني انځورونه د پاکستان په پېښور ښار کې پر وروستي چاودنې ادعاوو سره شریک شوي.
د حقیقت معاینه
پر ټولنيزو رسنيو (فيسبوک) شوې د داسې چاودنې د ادعاوو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی مستند رسنيو راپورونو لټون وکړ ترڅو پر فيسبوک شریک شوي ادعا نيټې په سمون په پېښور ښار داسې کوم برید يا چاودنې په اړه د مستند رسنیو راپورونو په اړه معلومات ترلاسه کړو لکه چې ادعا د ذکر په نیټه شریکه شوې وه. خو داسې کومې پېښې په اړه هيڅ مستند رسنيو راپورونه نشته.
د نورو څېړنو لپاره موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځورونه باندې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې دواړه شریک شوي انځورونه پخواني دي او د پاکستان په پېښور کې د کومې وروستۍ چاودنې پېښې څخه نه دي.
لومړی انځور

د شریک شوي لومړی انځور په اړه د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس څو کاله زوړ دی. ورته عکس د IBCI لبنان نیوز رسمي x (رسمي ټویټر) پاڼې لخوا د ۲۰۲۴م کال د جون په ۲۴مه نېټه شریک شوی و. د پوسټ له مخې، عکس د لبنان په طیونح ښار کې د عساف کیفې ته نږدې د چاودنې سره تړاو درلود.

تاسو کولی شئ د پیښې په اړه نور معلومات دلته د خبر لینک څخه وګورئ:
دوهم انځور

د ګوګل د دوهم انځور د ریورس امیج لټون په کارولو سره موږ وموندله چې شریک شوی انځور د پیښور په وروستۍ چاودنه کې د کومې وروستۍ پیښې سره تړاو نلري لکه څنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې په پوسټ کې ادعا شوې ده. دوهم انځور د څو خبرونو مقالو لخوا شریک شو کله چې د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې پیل شوې.
ورته انځور د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۶ مه د آواز نیوز ویب پاڼې لخوا په یوه خبر مقاله کې خپور شو کله چې پاکستاني سرتیرو او افغان ځواکونو د دواړو هیوادونو د کړکیچن پولې په اوږدو کې ناوخته ډزې وکړې.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې پخواني او بې تړاو انځورونه د پاکستان په پېښور کې د وروستۍ چاودنې په جعلي ادعا شریک شوی دی.
کلیدي کلمې:
لبنان، پاکستان، افغانستان، پېښور، چاودنه.
پخواني انځورونه په پېښور کې چاودنې په جعلي ادعا شریک شوي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

