په ننګرهار کې  هوایي برید دروغ ادعا سره پخواني انځورونه شریک شوي.

Misleading National

په دې وروستیو کې ځينې ټولنيزو رسنیو (فېسبوک) کارکونکي ادعا کړي چې ګواګې په ننګرهار هوايي میدان کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونه شوي دي او له دې ادعا سره پخواني انځورونه هم خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې ننګرهار کې امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ندي کړي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د څو شیبی وړاندی د ننګرهار ولايت هوايي ميدان باندې امریکایی الوتکې یوځل بريد کړي.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو الوتکې لخوا په ننګر ولایت کې هوايي میدان باندې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه ھم پخواني او بې تړاوه دي.

ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې او انځورونو خپرول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک کاروونکي لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په ننګرهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځورو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په ننګرهار ولایت کې د داسې کومې پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه خپاره شوي انځورونه اوسني دي.

د انځورونو په اړه لاندې ولولئ او وګورئ:

لومړی انځور

 د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی انځور زوړ دی او د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۷ مه د خامه پریس په نوم د خبري ویب پاڼې لخوا شریک شوی و، دا انځور هغه وخت اخیستل شوی و چې د کابل په موټر بم چاودنه کې ۱۸ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډیر ټپیان شول.

آرشيف لینک خامه پریس

افغانستان.آسیا  آرشيف لینک 

دوهم انځور

د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ دا هم وموندله چې دوهم عکس هم زوړ دی او په ۲۰۱۷ کال کې د کابل تاکي کام په نوم ویب پاڼې لخوا د یوې لنډې کیسې په توګه خپور شوی و چې پکې ویل شوي وو چې د جلال آباد خلک د هوایی ډګرونو مخې ته د سړکونو د بندیدو له امله له ستونزو سره مخ وو. 

کابل ټکی کام  آرشيف لینک

پایله
له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو الوتکې لخوا په ننګرهار ولایت کې هوايي میدان باندې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

Avatar

سرلیک: په ننګرهار کې هوایي برید دروغ ادعا سره پخواني انځورونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *