پخوانی انځور په بلوچستان کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو شریک شوی.

International Missing Context

په بلوچستان کې د تاوتریخوالي د څو پیښو په منځ کې ناکرارۍ دوام لري. د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کوټه کې په برېچ مارکېټ سیمه کې د پولیسو موټر ته نږدې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

الجزیره 

د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې پولیسو د شنبې په ورځ د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا د یوې زورورې چاودنې راپور ورکړ. دا برید د مستونګ ښار ته نږدې د یوې سیاسي ډلې لخوا د جوړې شوې پرلت پر مهال وشو.

Mehrnews

خو، د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په بلوچستان کې د وروستیو بدمرغه پیښو د لړۍ په تړاو یو پخوانی او غیر اړونده انځور شریک کړی. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک کاروونکی لیکي: ” د بلوچستان مستونگ سیمه کې څو لحظې وړاندې د پاکستاني پولیسو د پلټنې په یوه مرکز ځوانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبله په اړه دقیق معلومات ندي خپاره شوي.

په  اورکزیو کې هم  په یوه چاودنه کې د پاکستان ۲ ایف سي پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.”

  په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې یو زوړ او غیر اړونده انځور د بلوچستان د تاوتریخوالي پیښو او چاودنې په تړاو  شریک شوی چې په بلوچستان کې ګڼ شمیر خلک یې ووژل.

د حقیقت معاینه

د رسنيو په وینا، د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر د مستونګ د لک پاس سیمې ته نږدې د بلوچستان ملي ګوند-مینګل (BNP-M) د غونډې د هدف ګرځولو هڅه وکړه.

Geo TV

د نورو څېړنو لپاره، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوی انځور پخوانی دی او په بلوچستان کې شوې وروستي ځانمرګی چاودنې پېښې پورې تړاو نه لري. 

د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس امیج لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی انځور شاوخوا څو کاله زوړ دی او په وروستیو کلونو کې د څو رسنیو پاڼو لخوا د تمبیل انځور په توګه شریک شوی دی.

ورته انځور  انډیا ټوډې په نوم خبري ویب پاڼې لخوا د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د افغانستان په ترټولو لوی امریکایي پوځي اډه کې د چاودنې وروسته شریک شو.

انډيا ټوډې آرشيف لینک

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې یو پخوانی او غیر اړونده انځور په بلوچستان کې  تاوتریخوالي وروستي پیښو او ځانمرګی چاودنې په تړاو  شریک شوی.

Avatar

سرلیک: پخوانی انځور په بلوچستان کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *