پر ایران باندې د اسراییلو د هوایی برید په اړه پخواني انځور شریک شوي.

International Misleading

اسراییل د جمعې په ورځ په ایران باندې یو لوی برید وکړ. دغو بریدونو په تهران کې چاودنې رامنځته کړې ځکه چې اسراییل وویل چې دوی د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه کوي. په وژل شویو کسانو کې د ایران درې لوړ پوړي پوځي مشران هم شامل دي.

په هرصورت، په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو پر ایران اسلیلي بريد په اړه  پخوانی عکس شریک کړی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو پوسټ ادعا کوي ” د ايران په ځينو سيمو باندې اسراٸيلو بريدونه کړي دي. د اسراٸيلو رژيم په سيمه کې يوې پراخې جګړې اور ته لمن وهي. اوس به وکتل شي چې ايران دغو بريدونو ته څنګه غبرګون ښايي او څه ډول ځواب ورکوي، په تيرو دوه ورځو کې د ايران پوځ د ليرې واټن توغنديو ازموينه هم ترسره کړې.

دا بريدونه په سيمه کې د تازه کړکيچونو د رامنځ ته کېدو او نا ارامۍ لامل کېداشي.”

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې غیر اړونده انځور په ایران باندې د وروستیو اسرایلي بریدونو پیښو په تړاو شریک شوي.

د حقیقت معاینه

د اسراییلو د هوايي ځواک له ۲۰۰ څخه زیاتو جنګي جټ الوتکو په ایران او په نطنز کې د هغه د اصلي اټومي تاسیساتو په اوږدو کې له ۱۰۰ څخه زیات اټومي، پوځي او زیربنایي اهداف په نښه کړل.

Al Jazeera  Archived Link 

سربېره پردې، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوی عکس څو کاله پخوانی دی.

د کوها په نوم د یوې ویب پاڼې لخوا د خپرې شوې مقالې له مخې، شریک شوی انځور وروسته له هغه اخیستل شوی چې اسراییل ادعا کوي چې هاشم صفی الدین، د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځای ناستی، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې “له منځه یوړل شو”.

Koha.mk Archived Link 

Reuters.com Archived Link 

 پایله

نو له همدې امله نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې پخوانی انځور  په ایران باندې د وروستیو اسراییلي بریدونو د پېښو په تړاو شریک شوي.

 کلیدي کلمې

اسرائیل، ایران. 

Avatar

پر ایران باندې د اسراییلو د هوایی برید په اړه پخواني انځور شریک شوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *