
د رسنیو د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې د مستونګ ولسوالۍ په دشت سړک کې د بلوچستان کانسټبلري موټر ته نږدې د چاودنې له امله درې پولیس ووژل شول او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپیان شول.
خو، د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو یو پخوانی انځور په بلوچستان کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک کړی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی لیکي: “بلوچستان کې تازه برید شوی. په تیرو څو ساعتونو کی په مختلفو سیمو کی 23 پنچا.بی پو.ځیان وژل شوی.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه يو انځور په بلوچستان کې پر پاکستاني پوليسو وروستۍ چاودنې په تړاو سره شریک شوی دی.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیمو لپاره لټون وکړه ترڅو معلومه کړو چې ایا داسې کومه پیښه په دې وروستیو کې رامنځته شوې ده او همدارنګه ایا د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون لري چې دا تاییدوي.
د وروستیو رسنیو د راپورونو له مخې، د مستونګ ولسوالۍ په دشت سړک کې د بلوچستان کانسټبلري موټر ته نږدې د چاودنې له امله درې پولیس ووژل شول او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپیان شول.
د نورو معلوماتو لپاره، موږ د شریک شوي عکس تر شا حقیقت موندلو لپاره په شریک شوي عکس کې د ګوګل ریورس عکس لټون هم پلي کړ.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس امیج سرچ په کارولو سره، موږ وموندله چې دا عکس څو کاله زوړ دی او د چین ټایمز په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی، او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا عکس د ۲۰۰۴ کال په دسمبر کې د پاکستان په کویټه کې له چاودنې وروسته اخیستل شوی.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې يو پخوانی انځور په بلوچستان کې پر پاکستاني پوليسو باندې د وروستۍ چاودنې په تړاو سره شریک شوی.

Title:پخواني انځور په بلوچستان کې د وروستۍ برید په تړاو شریک شوی.
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Missing-Context