
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په د پاکستان په وزرستان کې پر پوليسو وروستي بريد په توګه پخوانی انځور په شریک کړی دی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی لیکي: ” د شمالي وزيرستان شوال سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی چه پکې تر ٨ زیات پوځيان مړه او ژوبل شوی.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې د کوټې په ریل سټیشن کې د چاودنې پخوانی انځور په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو په وړاندې د چاودنې په توګه شریک شوی دی.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیمو لپاره لټون وکړه ترڅو معلومه کړو چې ایا داسې کومه پیښه په دې وروستیو کې رامنځته شوې ده او همدارنګه ایا د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون لري چې دا تاییدوي.
د ایکسپریس ټریبیون په وینا، څلور سرتیري په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پوستې باندې د ترهګریز برید په مخنیوي کې شهیدان شوي دي، چې په دې وروستیو کې شپږ بریدګر هم پکې وژل شوي وو.

د نورو معلوماتو لپاره، موږ د شریک شوي عکس تر شا حقیقت موندلو لپاره په شریک شوي عکس کې د ګوګل ریورس عکس لټون هم پلي کړ.
د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس امیج سرچ په کارولو سره موږ وموندله چې ورته انځور د ګارډین په نوم ویب پاڼې لخوا د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۹مه خپور شوی و. د خپرې شوې مقالې له مخې، د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د کویټې په ریل سټیشن کې په چاودنه کې لږترلږه 26 کسان ووژل شول او له ۵۰ څخه ډیر ټپیان شول.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي او د کوټې په ریل سټیشن کې د چاودنې پخوانی انځور په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو په وړاندې د چاودنې په توګه په غلط ډول شریک شوی دی.
Title:پخوانی انځور په شمالي وزيستان پر پاکستاني پولیسو باندې وروستي برید په توګه شریک شوی.
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Missing-Context